د لاس رسي وړ اتصالات

د ساه لنډۍ له امله په نشو اخته شوم – تر درملنې لاندې یوه معتاده


د ساه لنډۍ له امله په نشو اخته شوم – تر درملنې لاندې یوه معتاده
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:31 0:00

په کابل کې د نشه يي توکو د ښځینه روږدو د درملنې په یوه مرکز کې تر درملنې لاندې یوه معتاده وايي، د ساه لنډۍ یا نفس تنګۍ له امله په نشو اخته شوې ده او درې کاله یې نشه يي توکي کارولي دي.

په کابل کې د نشه يي توکو د ښځینه روږدو د درملنې په یوه مرکز کې تر درملنې لاندې یوه معتاده وايي، د ساه لنډۍ یا نفس تنګۍ له امله په نشو اخته شوې ده او درې کاله یې نشه يي توکي کارولي دي.

په نشو دا روږدې د میدان وردګ ولایت اوسیدونکې ده. وايي کورنۍ یې په دې دلیل هم ورسره اړیکې پرېکړې دي چې دا په مخدره موادو اخته شوې وه.

هغه زیاتوي چې په مخدره موادو د اخته کیدو لوی علت یې له واده وروسته د ساه لنډۍ او یا نفس تنګی مرض و خو له بې خوا یې مېړه هم له پخوا په نشو روږدی وو.

هغې وویل:"زما میړه عملي وه پدې عمل اخته وه ماته خپله نفس تنگي مرض پیدا سو پدې عمل اخته شومه، درې کاله مې وهلي دي. یو کال په درد نه پوهیدم، دوه کاله کیږي چې په درد یې پوهیږم کرار، کرار راته مشکل جوړ شو. زامن مې دي ما ویل سبا به مې زامن پرې اخته شي، په درد نخوري بیا خپله راغلم شفاخانې ته او بستر شوم."

دا وایې طالبانو ددې روږدی میړه په زر بستریز روغتون کې بستر کړی دی او دا په خپله له خپلو درې زامنو سره په دې شفاخانه کې بسترده، خپلوانو یې ورسره اړیکې شکوولې دي او د دوی سره مړي او ژوندۍ نه پالي.

هغه وايي:" مېړه مې طالبانو راوست فینکس شفاخانې ته. خلکو به راسره کمک کاوه چې څه به یې په وس وه. میړه مې کباړ ټولوه، په هماغه یې خپل ځان چلاوه. زما پلارګنۍ په ما خبره ده، په میړه خو مې هسې خبر وه ټول، ما باندې هم خپله پلارگنی خبره ده. خسرگنۍ مې مړي او ژوندۍ یې راسره شکولئ. نه مو له ښه خبر دي نه له بدو. نه وایې چې دوی به وږي وې یا به تږي، بیخي مو قصه کې هم نه وه."

نوموړې وایې دا ځل یې کلک هوډ کړی چې نور به مخدره موادو استعمال په کلکه پرېږدي او د درملنې وروسته به خپلو اولادونو سره د مخدره موادو څخه لرې نوی ژوند پیل وي.

XS
SM
MD
LG