د لاس رسي وړ اتصالات

د کوکنارو په کر کېلې له بندیز وروسته مو د زیرې کرلو ته مخه کړې ده – د بلخ ولسوالۍ یو شمېر کروندګر


په افغانستان کې طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو په کرکېلې له بندیز وروسته د بلخ ولایت د بلخ په ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګرو د زیرې کرلو ته مخه کړې ده. کروندګر وايي زیره په للمو ځمکو کې کرل کېږي‌ او یوازې د باران اوبه ورته بسنه کوي.

د زیرې کروندګر دا هم وايي، چې زیره د کوکنارو ښه بدیل دی او د کوکنارو په اندازه حاصل ورکوي،‌ نو ځکه یې کري.

د بلخ ولسوالۍ د لرې پرتې سیمې حسن خیلو د کلي‌ یو تن کروندګر میرام ګل له تېرو دوه کالونو راپدېخوا د زیرې کرلو ته مخه کړی ده.

دی وايي د طالبانو حکومت له خوا د کوکنارو په کرکېلې له بندیز وروسته اوس زیره کري.‌ هغه وايي زیره یوازې د باران اوبو ته اړتیا لري او دا چې د دوی ځمکې روانې اوبه نه لري او د څاه په اوبو ځمکې خړوبوي؛ نو ځکه یې کرلې ده.

ددغه کروندګر په وینا، په اوس وخت کې په بازار یو کیلو زیره په پنځه سوه افغانۍ خرڅېږي‌،‌ نو ځکه د کوکنارو په اندازه ګټه کوي او له بلې خوا اضافه مصارف هم پرې نه کېږي.

د طالبانو له خوا د کوکنارو په کرکېلې له بندیز وروسته، د هغو سیمو کروندګر،‌چې د روانو اوبو نه شتون په سبب د څاه په اوبو ځمکې خړوبوي، وايي چې دولت دې له دوی سره د بدیلو کښتونو د تخمونواو د نباتي امراضو د درملو مرسته وکړي او همداشان ددوی حاصلاتو ته دې بازار پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG