د لاس رسي وړ اتصالات

بارانونو او ږلیو سږ کال د هندواڼې حاصلات اغیزمن کړې دي – کروندګر


بارانونو او ږلیو سږ کال د هندواڼې حاصلات اغیزمن کړې دي – کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:31 0:00

په کندز کې یو شمېر هغه کروندګرو، چې د ژمي په موسم کې د پلاستیک لاندې ددې لپاره هندواڼې کرلې وې، چې په وخت حاصل ته ورسېږي او ښه حاصل وکړي، وايي چې سږ کال یې هندواڼې بارانونو او ږلۍ خرابې کړې دي.

ددغه ولایت د علي‌ آباد ولسوالۍ یو تن کروندګر، محمد داود چې په ۱۷ جریبه ځمکه کې یې د پلاستیک لاندې هندواڼې کرلې وې وايي، کله چې هندواڼو ګل وکړ بارانونه پرې وشو او هندواڼې یې خرابې کړې.

دی وايي پروسږکال یې له یوه جریب ځمکې ۱۵ سوه هندواڼې حاصل اخیستو، خو سږ کال یو جریب ځمکه شپږ سوه هندواڼې حاصل ورکړی دی.‌ نوموړي زیاته کړه، که ددوی حاصلاتو ته بازار پیدا نه شي، له تاوان سره به مخ شي‌.

XS
SM
MD
LG