د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو له یو ترکي شرکت سره په جوزجان کې د ګازو د استخراج تړون لاسلیک کړ


عکس: ارشیف - د افغانستان په شمال کې د تیلو استخراج
عکس: ارشیف - د افغانستان په شمال کې د تیلو استخراج

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې له یو ترکي شرکت سره یې د ۷.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت په جوزجان کې د تیلو د استخراج تړون لاسلیک کړی دی.

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د شنبې په ورځ‌ جون ۶ (چنګاښ ۱۶) خبر ورکړی چې د دغه تړون له مخې د جوزجان ولایت د یتیم تاق په سیمه کې د تیلو په دوو څاګانو کې کیندنې کیږي.

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزیر شهاب‌الدین دلاور ویلي چې د دغو څاګانو د کیندنې چارې به په یو کال کې بشپړې شي او په اوسط ډول هره ورځ‌ به تر ۳۰۰ زره متر‌مکعبه ګاز ورڅخه استخراج شي.

په همدې حال کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور‌الدین عزیزي په اوزبیکستان کې د هغه هیواد له چارواکو څخه غوښتي چې د افغانستان په شمال کې د تیلو او ګازو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې نورالدین عزیزي‌ له خپل اوزبیکستاني سیال بوبیر فرخادویچ سره په لیدنه کې ویلي: "اوزبیکستان دې د افغانستان د شمال پر تیلو او ګازو باندې پانګونه وکړي‌ ځکه چې له لوجیستکي‌ پلوه د مسیر نژدېوالي او د سیمې بازارونو ته اسانه لاسرسي له امله ازبکستان ته ډیره ګټوره وي.“

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر دغه راز اوزبیکستان ته وړاندیز کړی دی چې د غزني او هرات د مسو پر کانونو او په افغانستان کې د کانونو د پروسس فابریکو د جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.

په اعلامیه کې راغلي چې د اوزبیکستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر بوبیر فرخادویچ د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ پر ګډو همکاریو ټینګار کړی او د دواړو هیوادونو د پانګوالو د ملاتړ لپاره د هوکړه لیک د لاسیک‌کولو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د افغانستان د کانونو د سروې او فني کارونو د ترسره کولو لپاره به په نژدې وخت کې د اوزبیکستان یو پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG