د لاس رسي وړ اتصالات

آیا طالبان د افغانستان پخپل ځان بسیا کولو توان لري؟


طالبانو د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې راهیسې چې په افغانستان کې بیا واک ته رسیدلي، د دې لپاره چې وکړی شي دا هیواد خپل غم پخپله وخوري، یو لړ زیربناوي او د طبیعي زیرمو پرمختیایي پروژې یې پیل کړي.

سره لدې چې د طالبانو حکومت ددې پروژو په هکله ډیر جزیات ندي ورکړي خو داسې ادعا کوي چې د دې ټولو پروژو لپاره مالي امکانات دننه په هیواد کې برابریږي.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال پسرلي څخه راپدیخوا د هیواد په شمال کې د قوش تیپې کانال کیندنه پیل کړې چې د آسیا په لویې وچې کې د کرنې تر ټولو اوږد کانال دی. دا کانال کولی شي ۵۵۰۰۰۰ هکتاره ځمکه د افغانستان په دریو شمالي ولایتونو کې خړوبه کړي.

د طالبانو حکومت دا ادعا هم کړې چې د ماین کیندنې په برخې کې یې د ملیاردو ډالرو په ارزښت پانګه اچوونه تر لاسه کړې تر څو وکړی شي د افغانستان د پټو طبیعي زیرمو څخه بالاخره دومره امکانات پیدا کاندي چې د دې هیواد په ځان بسیا کیدو سبب شي او په بهرنیو مرستو اتکا یې ختمه شي.

خو پوښتنه دا ده چې د طالبانو سرپرست حکومت چې له یوې خوا پرې نړیوال اقتصادي او سیاسي بندیزونه دي، بانکي او اقتصادي سیستم یې د نړۍ سره ندی نښلول شوی او تر ټولو مهمه دا چې د نړۍ هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی، وبه کړی شي چې دا پروژې د نړیوالو مرستو پرته تطبیق کړي؟

مبصرین چې د طالبانو او افغانستان په هکله معلومات لري پدې باور دي چې دا سخت دریځه ډله د افغانستان خود کفایۍ هیلو په بشپړیدو کې د ګڼ شمیر ستونزو سره مخ دي.

رسمیت پیژندنه:

د څه باندې دوو کالونو واکمنۍ تیریدو سره سره، د طالبانو حکومت په نړیواله کچه په رسمیت ندی پیژندل شوی.

په افغانستان کې لا هم د ګڼ شمیر لویدیځو هیوادونو سفارتونه او سیاسي استازولۍ تړلي دي ؛ ترهګرو ډلو سره د اړیکو لرلو، پخپلو کړیو ژمنو عمل نه کولو او د بشري حقونو جدي سرغړاونو له کبله چې د نجونو او میرمنو په تعلیم، کار او ګرځیدو راګرځیدو جدي محدودیتونه او بندیزونه پکې شامل دي، د طالبانو حکومت لا هم د ځپونکو اقتصادي او سیاسي بندیزونو سره مخ دی.

حمید حکیمي چې په واشنګټن ډي سي کې د اتلانتیک شورا په څیړنیز مرکز کې د افغانستان د چارو متخصص دی وایي که چیرته د طالبانو روانې پروژې ثمره هم ولري، پدې سره به هغوي وکړی شي یوازې دومره پیسې پیدا کړي د خپل رژیم د امنیت ساتلو لګښت پوره کړي او خپلو غړیو ته تنخواګانې پرې ورکړي

ښاغلی حکیمي وړاندې وایي چې په روانو پروژو سره به د طالبانو دا خیال چې ګواکې افغانستان به پخپلو پښو ودریږي، یو ارمان په توګه پاتې شي.

هغه زیاته کړه، " دا امکان نلري چې په بشپړه توګه د بندیزونو لیرې کیدو، د نړیوال نظام سره د اتصال او د بهرنیو پرمختیایي مرستو بیا پیل کیدو پرته دا تصور وشي چې افغانستان به پخپل ځان بسیا شي".

د نړیوالو مرستو بندیدنه او د طالبانو په حکومت یې اغیز:

د طالبانو بیا راتګ سره سم، په افغانستان تقریباً ټولې نړیوالې مرستې بندې شوې. د حکومت ۷۵ په سلو کې بودجه د همدې پیسو له لارې تر لاسه کیده. د ملګرو ملتونو او لویدیځو هیوادونو بندیزونو له کبله چې په ځینو طالب مشرانو یې لګولي، د نړیوال مالي نظام څخه د افغانستان اړیکې پرې شوي.

پدې سره داسې ویرې پیدا شوي چې په افغانستان کې بانکي نظام او حتی پخپله هیواد به ښایي سقوط وکړي.

خو د دې ټولو ستونزو سره سره، طالبانو د افغانستان اقتصادي نظام یو څه ثابت ساتلی. له یوې خوا متحده ایالاتو د افغانستان پولي واحد، افغانۍ د ځینو بانکي او نورو بندیزونو څخه مستثنی کړي چې له همدې امله هره اوونۍ میلونونه ډالر افغانستان ته ځي.

پداسې حال کې چې د پاکستان او ایران په ګډون د افغانستان ګاونډي هیوادونه د انفلاسیون څخه سر ټ:وي، خو په افغانستان کې بیا د خوراکي موادو نرخونه د افغانیو ارزښت لوړیدو له کبله ثابت پاتې شويدي.

د مالیې لوړوالي له کبله د طالبانو په حکومت کې صادرات او د حکومت عواید هم ډیر شوي او طالبانو همدارنګه د اداري فساد سره د مقابلې لپاره جدي اقدامات کړي چې د افغانستان مخکني حکومت کې په پراخه توګه موجود و.

طالبان همدارنګه ادعا لري چې د یو چینایي شرکت سره یې قرارداد کړی چې هره ورځ پدې هیواد کې تقریباً ۵۰۰۰ بیرله تیل استخراجوي.

خو د نړیوال کړکیچ ګروپ کې د افغانستان د چارو جګپوړی متخصص ګریم سمیت وایي دا چې طالبان پدې هکله معلومات نه شریکوي چې ددې پروژو لپاره لګښت له کومه ځایه کوي، څوک نشي کولي چې دا پروژې ارزیابي کړي او یا یې په کامیابۍ وغږیږي.
ښاغلي سمیت زیاته کړه، " طالبانو ټولې ملي بودجې پټې ساتلي دي. مونږ په دقیقه توګه نشو ویلي چې خزانې ته څومره اندازه پیسې راځي او څومره ترې ځي".

دا کارپوه وړاندې وایي چې د دې ټولو سره سره، داسې ښکاري چې طالبانو په بشپړه توګه د خودکفا افغانستان جوړیدو لپاره ملا ټینګه تړلې ده.

هغه زیاته کړه، " هغوي (طالبان) د پراخې خپلواکۍ او داسې افغان ټولنې لپاره چې دوي پرې باور لري، د بهرنیو بسپنه ورکوونکو د هوسونو څخه آزادیدل غواړي".
د امریکا د سولې په انسټیټیوټ کې د اقتصادي او پرمختیا چارو متخصص ویلیم بایرډ هم د ښاغلي سمیت په شان نظر لري او زیاتوي چې په افغانستان کې طالبان دا وړتیا لري چې د مخکني حکومت برعکس په بهرنیو مرستو لږه اتکا ولري.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د آزادې اروپا راډیو / آزادۍ راډیو راپور کارول شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG