د لاس رسي وړ اتصالات

د هغه روږدي حال چې د درملنې موده یې پوره شوې خو کورنۍ مې ضمانت نه کوي


 د هغه روږدي حال چې د درملنې موده یې پوره شوې خو کورنۍ مې ضمانت نه کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:47 0:00

په نشه يي توکو یو پخوانی روږدی، عبدالشکور چې له تېر یونیم کال راپدیخوا په کابل کې د اغوش په حمایوي او درملنې په مرکز کې اوسي، وایي سره له دې چې درملنه یې شوې ده، خو کورنۍ یې د هغه ضمانت نه کوي ترڅو ددې مرکز څخه رخصت شي.

نوموړی زیاتوي، طالبانو د کابل د سید نور محمد شاه مینې له سیمې د معتادینو د راټولولو د کمپاین پر مهال دې مرکز ته راوستی دی او دې هره ورځ دلته د معتادو ناروغانو جامې مینځي او د رغیدو په برخه کې ورسره مرسته کوي.

هغه وايي، څو کاله وړاندې په ایران کې په نشه اخته شو او په خبره یې، نشه یي توکو یې ژوند د تباهی سره مخ کړی دی . هغه وویل:" نږدې ۷ کاله کیږي چې عمل (نشه) مې کاوه. ۱۶ میاشتې کیږي چې دلته یم. اول مې تریاک کارول. بیاوروسته شیشه او پوډرو باندې راغلم. مخکې مې وظیفه وه، طالبان چې راغله بیکاره شوم."

عبدالشکور چې پدې مرکز کې د کار او ټولنیزو چارو د وزارت لخوا د حرفوي زده کړو دوره یې بشپړه کړې، ژمنه کوي چې تر رخصت کیدو وروسته به د خیاطۍ دوکان پرانیزي اوعادي ژوند ته به مخه کوي .

بلخوا، دا یوازې عبدالشکور ندی چې د درملنې موده یې پوره شوي او لا هم همدلته آغوش مرکز کې پاتې دی. داسې لسګونه نور کسان هم شته چې د درملنې موده یې پوره شوي او د کورنۍ غړي یې د خلاصون لپاره ضمانت ته نه حاضریږي.

XS
SM
MD
LG