د لاس رسي وړ اتصالات

د بندیانو تاریخي تبادله؛ روسیې امریکايي بندیان خوشې کړل


ویل کیږي چې دا الوتکه چې امریکايي بندیان پکې سپاره و، د ترکیې انقرې ته رسېدلي ده.
ویل کیږي چې دا الوتکه چې امریکايي بندیان پکې سپاره و، د ترکیې انقرې ته رسېدلي ده.

متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ اګست لومړۍ (زمري ۱۱) تائید کړه چې له روسیې سره د بندیانو په یوه تاریخي تبادله کې په خوشې شویو کسانو کې دوه امریکایي ژورنالیستان ایوان ګرشکویچ او السو کرماشیوا، پخوانی امریکایي سرتیری پاول ویلان او د متحده ایالاتو دایمي اوسېدونکی ولادیمیر کارمرزا شامل دي.

په امریکا، جرمني، پولنډ، ناروې او سلوانیا کې د اتو کسانو د خوشې کېدو په بدل کې متحده ایالات توانېدلي چې ۱۶ کسان ازاد کړي. په دوی کې پنځه د جرمني اتباع او اووه د روسیې اتباع هم شامل دي.

دا له سړې جګړې وروسته د امریکا او روسیې تر منځ د بندیانو تر ټولو ستره تبادله بلل شوې.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان خبریالانو ته وویل: "د نن دغه تبادله به تاریخي وي. د سړې جګړې راهیسې په دا ډول دومره زندانیان ندي تبادله شوي. دا د څو میاشتو پیچلیو او سختو مذاکراتو نتیجه ده."

سولیوان زیاته کړه چې ددې تړون له مخې، په لومړي ځل ګڼو هېوادونو او د هغوی متحدینو په مشترک ډول د هغو کسانو د ازادۍ لپاره کار کړی چې په غلطه نیول شوي وو.

له کیڼ اړخه: خوشې شوي امریکایان پاول ویلان، ایوان ګرشکویچ، السو کرماشیوا او د امریکا دایمي اوسېدونکی ولادیمیر کارا مرزا
له کیڼ اړخه: خوشې شوي امریکایان پاول ویلان، ایوان ګرشکویچ، السو کرماشیوا او د امریکا دایمي اوسېدونکی ولادیمیر کارا مرزا

د امریکايي اتباعو ترڅنګ د بندیانو په تبادله کې څو تنه د جرمني اتباع او روسي سیاسي بندیان شامل دي.

په خوشې شویو امریکایانو کې پاول ویلان د بند ترټولو زیاته موده تېره کړې ده. هغه په ۲۰۱۸ کال کې په مسکو کې نیول شوی و او په ۲۰۲۰ کال کې د جاسوسۍ په تور په ۱۶ کاله بند محکوم شو.

ویلان او د امریکا حکومت پر هغه باندې د جاسوسۍ تور رد کړی دی.

د وال سټریټ ژورنال خبریال ګرشکویچ په ۲۰۲۳ کې له نیول کېدو وروسته، د جولای په ۱۹مه د تړلو دروازو ترشا د یوې محکمې لخوا محکوم شوی و. دا محاکمه په نړیواله کچه غندل شوې او "د شرم وړ" ګڼل شوې وه.

د واشنګټن پوسټ لیکوال کارا مرزا چې په ۲۰۲۲ کې نیول شوی و، د بندیانو په دغه تبادله کې خوشې شوی دی. دغه سیاستوال او تاریخ لیکونکي په زندان کې د خپلو لیکنو له کبله د پولټزر جایزه ګټلې ده.

سولیوان خبریالانو ته وویل: "دا څرګنده شوه چې روسیې ددغو کسانو خوشې کېدو ته غاړه نه ایښودله ترڅو په تبادله کې د وادیم کراسیکوف ازادېدل شامل نه وي."

روسی تبعه وادیم کراسیکوف په ۲۰۱۹ کال کې په برلین کې د چیچنیا د یو اوسېدونکي د وژنې په تور محکوم شوی او عمر قید و.

د نوموړي په اړه له دې وړاندې ویل شوي وو چې ښايي د روسیې د زنداني شوي د حکومت مخالف مشر الیکسي ناوالني د ازادېدو په بدل کې خوشې شي. خو نوالني د ۲۰۲۴ په فبرورۍ کې په زندان کې مړ شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG