ددغه ولایت د علی اباد ولسوالۍ یو کروندګر، ګل حمید چې په یو جریب ځمکه کې د یوې مؤسسې په مالي مرسته د ناکونو بڼ جوړ کړی، وايي: "که څه هم د ناکو بڼ په معیاري توګه جوړول ډېر لګښت غواړي، خو ګټه یې د نورو کښتونو په پرتله ډېره ده."
دی زیاتوي، چې د معیاري بڼ جوړولو لګښتونه زیات دي، او ډېری کروندګر یې وس نه لري. ګل حمید له حکومت او مرستندویه مؤسسو څخه غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې له کروندګرو سره مرسته وکړي، ترڅو دوی وکولی شي معیاري بڼونه جوړ کړي او خپل اقتصاد پیاوړی کړي.