د لاس رسي وړ اتصالات

په کندز کې سږ کال د مۍ حاصلات کم شوي دي– کروندګر


په کندز کې سږ کال د مۍ حاصلات کم شوي دي– کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:38 0:00

په کندز کې کروندګر وايي، چې سږ کال د یو نباتي مرض له امله د مۍ د حاصلاتو کچه د تېر کال په پرتله څو چنده ټېټه شوې ده. ددغه ولایت د چهاردرې ولسوالۍ یو کروندګر، صفي الله، وايي، چې په دوه جریبه ځمکه کې یې مۍ کرلي، خو یوازې دوه بوجۍ حاصلات یې ترلاسه کړي دي.

هغه وايي چې سږ کال یې د ځمکې لګښت هم نه شي پوره کولای. نوموړي د امریکا غږ ته وویل: "د دوه جریبه ځمکې څخه یوازې دوه بوجۍ مۍ حاصل شوی دی. سږ کال د حاصلاتو وضعیت خراب دی، نباتي مرضونه یې خرابوي. ګل کېږي، بیا ګل رژېږي او تور شي. د درملو استعمال هم اغېز نلري." نوموړی چې اوس یې مۍ درمند (تهریشر) کړي دي، وايي چې د حاصلاتو په کمښت سره، سږ کال خپل لګښتونه هم نه شي پوره کولای.

XS
SM
MD
LG