د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې کروندګر د ژمنیو کښتونو ښو حاصلاتو ته هیله من دي


په ننګرهار کې کروندګر د ژمنیو کښتونو ښو حاصلاتو ته هیله من دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:38 0:00

د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ یو شمېر کروندګر د ژمنیو کښتونو ښو حاصلاتو ته هیله‌من دي. د محبت په نوم ددغه ولسوالۍ د امرخېلو سیمې یو کروندګر چې په اجاره ځمکه یې د لېړوګانو کښت کړی، وایي که حکومت ورسره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرستې وکړي، نو حاصلات او عواید به یې لوړ شي.

نوموړی چې د خپلو حاصلاتو یوه برخه یې را ټول کړې، زیاتوي چې د لېړوګانو کاروبار د کوکنارو په پرتله ګټور دی او دې له همدې لارې د خپلې کورنۍ نفقه پرې برابروي.

XS
SM
MD
LG