د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې د دفاع مدني‌ سازمان: پر ښوونځي د اسرائیل برید کې ۱۹ تنه وژل شوي


د غزې د دفاع مدني سازمان وايي چې د فلسطین په تر ټولو لوی ښار کې پر یو ښوونځي د شنبې په ورځ سپتمبر ۲۱ (وږي ۳۱) د اسرائیل په هوايي برید کې ۱۹ تنه وژل شوي خو د اسرائیل پوځ وايي چې په دغه برید کې یې د حماس ډلې وسله‌وال په نښه کړي دي.

د دغه سازمان ویاند محمود باسل وویل په وژل شویو کسانو کې "۱۳ ماشومان او شپږ ښځې" شاملې دي چې یوه یې حامله وه.

هغه زیاته کړه د اسرائیل په دغه هوايي برید کې چې د الزیتون پر C ښوونځي شوی دی د نهو ماشومانو په ګډون ۳۰ تنه زخمیان شوي هم دي چې یو شمېر یې د جراحۍ (غړو پرې کولو)‌ عملیاتو ته اړتیا لري.

باسل وویل چې زرګونو بې‌ځایه شويو کسانو دغه ښوونځي ته پناه وړې ده.

خو د اسرائیل پوځ په یوې اعلامیه کې ویلي چې هوايي ځواکونو یې "پر ترهګرو دقیق برید کړی چې د غزې په ښار کې یې د حماس د قوماندې او کنټرول په یو مرکز کې فعالیت کوه."

اعلامیه کې راغلي چې هدف د الزیتون ښوونځي د ودانۍ سره نېږدې د الفلاح په ښوونځي کې دننه ځای پر ځای شوی و.

په سیمه کې د فرانسې خبري اژانس یو خبریال تائید کړې ده چې په برید کې د الزیتون ښوونځی په نښه شوی دی.

د پېښې شاهدان وايي چې له برید وړاندې له یوې غیر دولتي‌ موسسې څخه د بشري مرستو د ملاتړد ترلاسه کولو لپاره په سیمه کې یتیمان راټول شوي و.

د اسرائیل پوځ په دغه برید کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې د شمېرې په اړه څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده "ملکي وګړو ته د تلفاتو اوښتلو د ګواښ د کمولو لپاره په دقیق توګه د وسلو د کارولو،‌ هوايي څارنې او اضافي استخباراتي معلوماتو په ګډون ډیر ګامونه اخیستل شوي دي."

له دې وړاندې هم په غزه کې پر ښوونځیو د اسرائیل د هوايي بریدونو په اړه راپورونه ورکړل شوي‌ دي.

د روانې سپتمبر میاشتې په ۱۱ د غزې په مرکزي برخه کې د ملګرو ملتونو له ملاتړ څخه برخمن پر الجاوني ښوونځي باندې د اسرائیل هوايي برید وروسته له هغې په نړیواله کچه غبرګونونه وپارول چې په فلسطين کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په دغه برید کې په ۱۸وژل شویو کسانو کې د خپلو شپږو کارکوونکو وژل کېدل تائيد کړل.

د اسرائیل پوځ پر حماس تور لګوي چې د دغې ډلې جنګیالي په هغو ښوونځیو کې پټ شوي‌ چې په کې د غزې زرګونو اوسېدونکو پناه اخیستې ده، خو د حماس ډلې دا تورونه رد کړي‌ دي.

د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل باندې د حماس له برید وروسته د پیل شوې جګړې له امله د غزې د تړانګې شاوخوا دوه میلیونه او ۴۰۰زره وګړي له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

د اسرائیل د چارواکو د معلوماتو په اساس د حماس په برید کې د یرغمل شویو اسرائیلیانو په ګډون ۱۲۰۵ کسان چې لویه برخه یې غیرنظامیان و ووژل شول.

دغه راز د حماس ډلې له خوا ۲۵۱ یرغمل شویو اسرائیلیانو له ډلې ۹۷ یې لا هم د غزې په تړانګه کې د حماس ډلې په برمته کې دي خو اسرائيل ویلي چې ۳۳ یې وژل شوي دي.

له هغې وروسته اسرائيل پر غزې باندې د خپل غچ اخیستلو بریدونه پیل کړل چې د حماس تر ولکې لاندې د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تر اوسه ۴۱زره او ۳۹۱ کسان چې ډیر یې غیرنظامیان دي د اسرائيل په بریدونو کې وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو تائید کړې ده چې په غزه کې په همدې شمېر کسان وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG