د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل په هوايي برید کې د حزب الله د ځانګړي ځواک قومندان وژل شوی - سرچینې


امنیتي سرچینو ویلي چې اسرائیل د بېروت په جنوبي څنډو کې د القائم جومات ته نږدې هوایي برید ترسره کړی.
امنیتي سرچینو ویلي چې اسرائیل د بېروت په جنوبي څنډو کې د القائم جومات ته نږدې هوایي برید ترسره کړی.

د حزب الله یوې نږدې سرچینې د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي، چې د جمعې په ورځ، سپتمبر ۲۰ ( وږي ۳۰مه) د اسرائیل په هوایي برید کې د حزب‌الله د "رضوان" ځانګړي ځواک قوماندان ابراهیم عقیل وژل شوی دی.

دغه سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې په رپوټ کې خپور شي، وویل: "د اسرائیل پدغه هوایي برید کې د رضوان ځواک قوماندان ابراهیم عقیل، چې د فواد شُکر وروسته د حزب‌الله وسله‌وال ځواک دویم جګپوړی قوماندان و، وژلی شوی دی." فواد شُکر هم د جولای په میاشت کې د بېروت په جنوب کې د یو برید په ترڅ کې چې شک کیږي اسرائیل به ترسره کړي وي، ووژل شوو.

له هغه وروسته چې د لبنان حزب‌الله ډلې د غزې جګړې په ترڅ کې د فلسطیني جنګیالیو حماس ډلې ملاتړ لپاره له اسرائيل سره په سرحدي سیمو کې نښتې پیل کړې، دا په لبنان کې د اسرائیل له خوا دریم شکمن برید دی چې تر سره کیږي

دغه وروستی برید پداسې حال کې کیږي، چې په لبنان کې په دوو پرلپسې ورځو کې د مخابرو او مخابراتي وسائیلو، چې له لمر څخه چارج کېږي، د چاودنو له کبله څه نږدې ۲۶ تنه وژل شوي او څه باندې ۳۰۰۰ نور ژوبل شوي دي.

حزب الله ویلي، چې د دغو چاودنو په ځواب کې یې د اسرائیل په توپخانو باندې یې راکټونه توغولي.

په ورته وخت کې یوه لبناني امنیتي سرچینه چې نه یې غوښتل نوم یې په رپوټ کې خپور شي، د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل: "اسرائیل د بېروت په جنوبي څنډو کې د القائم جومات ته نږدې هوایي برید ترسره کړی دی."

د اسرائیل پوځ بیا ویلي‌ چې دوی په بېروت کې یو "هدفمند برید" ترسره کړی دی.

د لبنان د روغتیا وزارت په وینا، "د لومړنیو معلوماتو له مخې" پدغه برید درې کسان وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي چې روغتونونو ته وړل شوي دي.

د حزب‌الله اړوند المنار ټلویزیون د برید له ځایه ژوندۍ صحنې خپرې کړې چې په کې امبولانسونه لیدل کېدل چې ټپیان روغتونونو ته لېږدوي.

په ورته وخت کې د لبنان دولتي خبري اژانس راپور ورکړی: "دښمن په جنوبي څنډه کې د الجمیوس په سیمه کې د استوګنې پر یو اپارتمان برید کړی دی."

تر دې وړاندې، په هغو بریدونو کې چې ګمان کیږي اسرائیل به ترسره کړي وي، د بېروت په جنوب کې د جولای په ۳۰مه فؤاد شُکر او د جنورۍ په دویمه،د حماس مرستیال مشر، صالح العاروري وژل شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG