د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د جمهوري ریاست انتخابات وګټل

ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د منتخب ولسمشر په توګه د متحده ایالاتو ولسمشریزې ټاکنې وګټلې.

۲۲:۱۵ ۱۵.۸.۱۴۰۳

ډونالډ ټرمپ رایه ورکړه


د متحدو ایالتونو د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې کاندید ډونالډ ټرمپ د فلورېډا په ایالت کې خپله رایه ورکړه. د رایو اچولو په وخت کې له ټرمپ سره یې میرمن ملانیا ټرمپ هم وه.

۲۲:۰۰ ۱۵.۸.۱۴۰۳

کاملا هریس؛ د حقونو او سیاست تر منځ سفر

د متحده ایالاتو د ولسمشریزو ټاکنو دیموکراته کاندیده کاملا هریس د امریکا د یوې ډیرې متنوع او ازادې سیمې څخه سیاست ته داخله شوې. هریس د حقونو په برخه کې زده کړې کړې او بیا یې سیاست ته مخه کړې ده، دلته یې په ژوند باندې راپور کتلای شی:

۲۱:۴۷ ۱۵.۸.۱۴۰۳

د امریکا د ټاکنو امنیت

د متحدو ایالتونو د سایبر او تاسیساتو د برخو مقامات وايي تر دې دمه هېڅ داسې کومه پېښه نه ده شوې، چې د امریکا ټاکنې اغیزمنې کړې. چارواکي وايي چې د روسیې، چین او ایران په څېر هېوادونه د متحدو ایالتونو د ټاکنو په جوړښت او سیستم کې د نفوذ توان نه لري او یوازې د جعلي تصویرونو او ناسمو اطلاعاتو په خپرولو اکتفا کوي.

د رایو پاڼو د پروسس ماشین
د رایو پاڼو د پروسس ماشین

۲۱:۳۲ ۱۵.۸.۱۴۰۳

واک ته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بېرته راتګ هلې ځلې

د متحدو ایالتونو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې اوس په ټاکنو کې ولاړ دی، په نهو کلونو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند په داسې حال کې بیا سره راجوړ کړی چې هیواد یې په زیاتیدونکي شکل ویشل شوی دی. د امریکا غږ خبریالې ټېنا ټرین پخپل راپور کې د سیاست ډګر ته د ټرمپ د بیرته راتګ هڅې ته کتنه کړې:

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG