په متحدو ایالتونو کې ټاکنې پیل شوې
په متحدو ایالتونو کې نن سه شنبه نومبر پنځمه (لړم۱۵) عمومي انتخابات پيل شول. ټاکنې د امریکا په ختیځو ایالتونو کې په ځايي وخت سهار پيل شوې. ټاکل شوې چې لسګونه میلیون رایه ورکوونکي رایه ورکړې. تر ټاکنو مخکې څه باندې ۸۱ میلیون خلکو د پست له لارې او په حضوري ډول رایې ورکړې.
د امریکا د انتخاباتو په اړه شېبه په شېبه معلومات د امریکا غږ په ویبسایټ او ډیجیټلي شبکو کې تعقیب کړئ
امریکایي رایه ورکوونکي چاته رایه ورکوي؟
رایه ورکوونکي د جمهوري ریاست د کاندیدانو تر څنګ د استازو خونې ۴۳۵ او د سنا ۳۴ څوکیو کاندیدانو ته هم رایې ورکوي.
د امریکا د انتخاباتو برخلیک ټاکونکي ایالتونه
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو نتیجه د اوو ایالتونو د رایو په پایلو پورې اړه لري. دا هغه ایالتونه دي چې رایه ورکوونکي په کې وېشل شوي او رقابتي ایالتونه بلل کېږي. په دوی کې اریزونا، جورجیا، مشیګن، نیواډا، شمالي کارولینا، پنسلوانیا او ویسکانسن شامل دي.
د امریکا ټاکنې ولې د سه شنبې په ورځ کېږي؟
ایا تاسو کله هم فکر کړی چې ولې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې تل د سه شنبې په ورځ کیږي؟ دا دود د شاوخوا ۲۰۰ کالو راهیسې روان دی کله چې متحده ایالتونه د اوسنۍ زمانې په پرتله خورا بل ډول برېښېدل.