د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د جمهوري ریاست انتخابات وګټل

ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د منتخب ولسمشر په توګه د متحده ایالاتو ولسمشریزې ټاکنې وګټلې.

۰۲:۳۵ ۱۶.۸.۱۴۰۳

د امریکا په ټاکنو کې د جعلي خبرونو د خپرېدو او داخلي مداخلو خبرداری

د متحدو ایالتونو د فدرال د تحقیقاتو ادارې (اف بي آی) د ټاکنو سره همهاله امریکایانو ته د جعلي خبرونو او د ټاکنو د ګډوډولو په اړه د ځینو هېوادونو د مداخلې خبرداری ورکړی دی. پوره جزیات یې دلته ولولئ:

۰۵:۰۰ ۱۶.۸.۱۴۰۳

د امریکا د جمهوري ریاست انتخاباتو د نتیجو اعلان پیل شو

د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید، ډونالډ ټرمپ تر دې دمه د انډیانا، لویدیځې ویرجنیا او کنټکي په ایالتونو کې ګټونکی دی. بل پلو بیا د دیموکرات ګوند کاندیدې، کاملا هریس د ورمانټ ایالت وګاټه.

ټرمپ تر دې دمه ۲۳ او هریس درې انتخاباتي رایې لري.

یو کاندید باید لږ تر لږه ۲۷۰ رایې وګتي چې د جمهوري ریاست انتخاباتو ګټونکی شي.

۰۵:۴۶ ۱۶.۸.۱۴۰۳

ډونالډ ټرمپ د فلوریډا، مسیسیپي، اوکلهوما، ټینیسي، جنوبي کاریلونا او الباما ایالتونه وګټل او پدې سره یې تر دې دمه د انتخاباتي رایو ۹۵ شو. کاملا هریس بیا تر دې دمه ۳۵ انتخاباتي رایې لري. هغې د ماسیچوسیټس، کنیټیکټ، روډ آیلنډ او مرلینډ ایالتونه ګټلي دي.

۰۶:۳۰ ۱۶.۸.۱۴۰۳

ډونالډ ټرمپ د ارکنساس ایالت هم وګاټه. پدې سره یې تر دې دمه د انتخاباتي رایو شمیر ۱۰۱ شو.

کاملا هریس بیا تر دې دمه ۷۱ انتخاباتي رایې لري. هغې د نیوجرسي، ډیلیور، او ایلونایز ایالتونه وګټل.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG