۱۰:۱۷
۱۶.۸.۱۴۰۳
کاملا هریس د هاوایي په ایالت کې ټاکنې وګټلې چې څلور انتخاباتي رایې لري. د هریس ټولې انتخاباتې رایې تر دې دمه ۲۱۰ دي.
۱۰:۳۷
۱۶.۸.۱۴۰۳
ډونالډ ټرمپ تر شمالي کاریلونا وروسته په بل مهم ایالت، جورجیا کې هم انتخابات وګتل او تر دې دمه یې د انتخاباتي رایو شمیر ۲۴۶ شو. هغه یوازې ۲۴ نورو رایو ته اړتیا لري چې د دویم ځل لپاره د متحده ایالاتو جمهور رئیس شي.
۱۲:۰۳
۱۶.۸.۱۴۰۳
د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید، ډونالډ ټرمپ درییم مهم ایالت، پنسلوانیا کې هم د انتخاباتو ګټونکی شو او د انتخاباتي رایو شمیر یې ۲۶۷ شو. هغه یوازې درې نورې رایې باید وګټي چې د دویم ځل لپاره د متحده ایالاتو جمهور رئیس شي.
۱۲:۲۳
۱۶.۸.۱۴۰۳
ټرمپ د جمهوري ریاست انتخاباتو ګټلو ادعا وکړله خو درایو شمیرل لا پاتې دی.