د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل-مزار شریف پر لویه لاره د خنجان د میوو مشهور بازار


د کابل-مزار شریف پر لویه لاره د خنجان د میوو مشهور بازار
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:52 0:00

د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ د ګزان په سیمه کې د تازه میوو سیمه‌ییز بازار چې د کابل-مزار شریف پر لویه لاره موقعیت لري، دمسافرو او سیمې خلکو لپاره تازه میوو د پلور یوه مهمه مرکز ګڼل کېږي.د میوو پدغه سیمه ییز بازار کې هټیوال وايي،چې د میوو خرڅلاو زیات دی، ځکه پر دغه لار زیات شمېر مسافر تګ راتګ کوي.‌

د هټیوالو په وینا، دغه بازار ته له خنجان ولسوالۍ او همداشان اندارب له ولسوالیو څخه بېلابېل ډول میوې د خرڅلاو لپاره راوړي.
ددغه بازار یو هټيوال، حبیب الله وايي، چې یاد بازار ټول کال فعال وي او په خبره یې، دا چې په دغه بازار کې تازه میوې خرڅېږی، نو ځکه یې خرڅلاو ښه دی.

په ورته وخت کې یو شمېر هغه مسافر چې پر دغه لار تېرېږي، وايي‌ چې دوی هر وخت په دغه بازار کې تازه مېوې اخلي.

خنجان یو له غرنیو ولسوالیو څخه ده، چې زیاتره اوسېدونکي‌ په بڼوالۍ بوخت دي. ددغه ولسوالۍ وچې او تازه میوې لکه توت، چهارمغز،‌ شفتالوان او ناک زیات مشهور دي.

XS
SM
MD
LG