نوموړې چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر زده کړو او کار د محدودیتونو د لګولو له امله پاکستان ته کډواله شوې، د افغان او پښتنو ملي اتلانو انځورګرۍ او د فلمي کرکټرونو نقاشۍ کې ځانګړی مهارت لري. مصباحه وايي، له افغانستان څخه پېښور ته یې د خپل هنر د ودې لپاره د کډوالۍ لاره غوره کړې ده، څو نړۍ ته خپل تخلیقي مهارتونه وښيي.