د لاس رسي وړ اتصالات

په کندز ولایت کې د مني کښت ته د کروندګرو هیلې


په کندز ولایت کې د مني کښت ته د کروندګرو هیلې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:48 0:00

په کندز ولایت کې یو شمېر کروندګر وايي چې د مني په موسم کې د پالکو کښتونه کري چې دغه فصل نه یوازې په لږ وخت کې حاصل ورکوي، بلکې د ژمي د ورځنیو لګښتونو په پوره کولو کې هم دوی سره مرسته کوي.

د چهاردرې ولسوالۍ د عیسی خیلو کلي یو کروندګر، عبدالغفار وايي، چې په یو جریب ځمکه کې یې پالک کرلي دي. هغه وايي: "د پالکو کښت لږ مصارف غواړي، خو ګټه یې ښه ده او زموږ د ژمي لګښتونه پوره کوي." نوموړي زیاته کړه چې د پالکو او نورو سبزیو خرڅلاو په ژمي کې زیات وي او همدا لامل دی چې ډېری کروندګر د مني په موسم کې دغه فصلونه کري.

ددغه کروندګر په خبره، د پالکو په کرلو زیات لګښت نه راځي،‌ خو ګټه یې بیا ښه ده،‌ ځکه په ژمي کې یې خرڅلاو زیات دی.

XS
SM
MD
LG