د کندز ښار یو کروندګر، نجیبالله، چې په اته جریبه ځمکه کې یې غنم کرلي دي، وايي چې د کیمیاوي سرو او د ځمکې د قلبه کولو له درکه پرې ډېر زیات مصارف راځي. د هغه په خبره، په اته جریبه ځمکه کې یې ۴۰ منه غنم کرلي او شپږ بوجۍ کیمیاوي سره کارولې ده، چې لګښت یې په یو من غنمو له سل افغانیو پورته تمامیږي. هغه زیاتوي: "ځمکه شاړه نه شم پرېښودلی، له مجبورۍ یې کرم، ځکه د عاید لپاره بله لاره نه لرم."
د کروندګرو په وینا، تېر کال هم د غنمو او نورو غله جاتو په کښت کې د زیاتو مصارفو او د ارزانه بیو له امله ګټه یې کړې نه وه. کروندګر د اړوندو چارواکو څخه غوښتنه کوي چې د غنمو کرنې په برخه کې ورسره مرسته وکړي، څو د کرنې لپاره د اړتیا وړ وسایل او مواد په مناسب بیه ورکړل شي او د حاصلاتو لپاره بازارونه برابر شي.