حمد یعقوب، چې د پل الچین سیمه کې شپږ جریبه ځمکه لري او په کې ګازرې یې کرلي دي، وایي چې د مجبورۍ له امله دغه کښت کوي. هغه زیاته کړه، چې ځمکه د ژورو کوهیانو په واسطه خړوبوي او نورو کښتونو ته کافي اوبه نه شي رسولی. د نوموړي په خبره، ډېری وخت یې د حاصلاتو بازار ښه نه وي او دوی خپل کړي مصارف هم نه شي پوره کولای.
پل الچین د کندز ښار په شمال کې پرته هغه سیمه ده چې د اوبو له سطحې لوړه ده. د همدې ځانګړتیا له امله، دغه سیمه د سیند له اوبو څخه بې برخې ده او کروندګر اړ دي چې خپلې ځمکې د ژورو کوهیانو په وسیله خړوبه کړي.