ددغه ولایت د چهاردرې ولسوالۍ یو کروندګر، خیال محمد، وایي چې د نیالګیو خرڅلاو ګټه له کوکنارو څو چنده زیاته ده. نوموړی زیاتوي چې له تېرو شلو کلونو راهیسې د نیالګیو په روزلو بوخت دی او د دغه کاروبار د ګټې په اړه خوشبین دی، خو ټینګار کوي چې د بازار منظم کېدل یې ډېر مهم دي. د هغه په خبره، پروسږکال ډېری کروندګرو په دې برخه کې تاوان وکړ، خو سږ کال بیا د نیالګیو خرڅلاو ښه شوی دی.
نوموړي ټینګار وکړ چې که د نیالګیو لپاره د خرڅلاو بازار منظم وي، نو دغه کاروبار له نورو کښتونو څخه ډېره ګټه لري.
دا پداسې حال کې دی چې د کندز د چهاردرې ولسوالۍ یو شمېر نور اوسېدونکي هم د نیالګیو په روزلو بوخت دي. د دوی په وینا، که هر کال د نیالګیو خرڅلاو بازار منظم وي، ددغه کاروبار ګټه د نورو کښتونو په پرتله څو چنده ډېره ده.