د لاس رسي وړ اتصالات

تازه سبزي مو په ژمي‌ کې د عاید یوازینۍ لار ده – د کندز کروندګر


تازه سبزي مو په ژمي‌ کې د عاید یوازینۍ لار ده – د کندز کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

په کندز کې یو شمېر کروندګر چې د ژمي په موسم کې راز راز سبزي کري، وایي چې له همدې لارې نه یوازې د ژمي اړتیاوې پوره کوي، بلکې ځینو نورو کاریګرو ته هم د کار فرصتونه برابروي.

کروندګر، نقیب‌الله، چې په دوه جریبه ځمکه کې یې پالک کرلي، وایي د ژمي موسم لپاره پالک د کښت یوازینۍ مناسبه انتخاب دی. هغه زیاتوي چې سږ کال د پالکو له حاصلاتو خوښ دی.

نقیب‌الله او نورو کروندګرو ټینګار کړی چې د ژمي لپاره د دوی د عاید یوازینۍ سرچینه د سبزیو کرکیله دي، چې ورځنۍ اړتیاوې پرې پوره کوي.

کندز د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې پراخې کرنیزې ځمکې لري. ډېری خلک یې په کرنیزو کارونو بوخت دي، خو د ژمي په موسم کې ورځنۍ کاري فرصتونه په دغه ولایت کې کمېږي.

XS
SM
MD
LG