د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس، ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم چې ټاکل شوې وه د همدې روانې جنوري میاشتې په ۲۰ مې د کانګرس ماڼۍ په مخې کې وشي، د سړې هوا له کبله به د دې ماڼۍ دننه وشي.
ښاغلي ټرمپ جمعه جنوري ۱۷ ( مرغومي ۲۸) پخپلې ټولنیزې شبکې، ټروت سوشیل کې لیکلي چې د امریکایي وګړو خوندیتوب یې "مکلفیت" دی او زیاته کړې چې امر یې کړی د لوړې او دعا مراسم د بهر پر ځای د کانګرس په ماڼۍ کې دننه وشي.
ویل کیږي چې د دوشنبې په ورځ چې د لوړې مراسم کیږي، په پایتخت واشنګټن ډي سي کې به د اټکل له مخې د تودوخې ټیټه درجه منفي ۱۱ ته ورسیږي چې د هوا پیژندنې ادارې معلوماتو له مخې دا به د امریکا په تاریخ کې په تیرو ۴۰ کالونو کې تر ټولو سړه ورځ وي.
ښاغلي ټرمپ لیکلي، "زه نه غواړم چې خلک ژوبل، ټپي یا بل څه پرې وشي".
دا د ۱۹۸۵ میلادي کال راهیسې چې د هغه وخت د جمهور رئیس رونالډ ریګن د لوړې مراسم د کانګرس ماڼۍ دننه شوي و، لومړی ځل وي چې د سړې هوا له کبله عینی کار کیږي.
د لوړې مراسمو تنظیموونکو اټکل کړی و چې له ټول هیواد څخه به شاوخوا ۲۵۰ زره کسان د کانګرس ماڼۍ مخې کې د نیشنل مال په پارک کې سره راټول شي چې د دویمې دورې لپاره د ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم په مستقیمه توګه وګوري.
خو ښاغلي ټرمپ ویلي چې یو شمیر میلمانه او ځانګړي وګړي به د کانګرس ماڼۍ کې دننه وي او دا یې هم ویلي چې د ګډونوالو سره به د کپیټل ون په لوبغالي کې وګوري چې د ۲۰ زرو وګړو ځای کیدو ګنجایش لري.
امنیتي چارواکو همدرانګه ویلي چې د متحده ایالاتو سري خدماتو اداره، فدرالي، ایالتي او سیمه ایز چارواکي په ګډه کار کوي چې د لوړې مراسمو ځای بدلیدو سره سم دوي هم خپل امنیتي پلانونه تغیر کاندي.
د لوړې مراسمو خبر داسې مهال ورکول کیږي چې چین ویلي د دې هیواد د جمهور رئیس مرستیال، هان ژینګ واشنګټن ډي سي ته ځې چې د منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د لوړې په مراسمو کې برخه واخلي.
دا به لومړی ځل وی چې د چین یو لوړ پوړی چارواکی د متحده ایالاتو د جمهور رئیس د لوړې په مراسمو کې برخه اخلي.
پخپله ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ ویلي چې د چین د جمهور رئیس شي ژنپنګ سره یې په ټیلیفون کې خبرې کړي. ښاغلي ټرمپ په ټروت سوشیل کې لیکلي چې د ښاغلي شي سره یې خبرې "ډیرې ښې " وې او پرته لدې چې نور جزیات ورکړي هیله یې څرګنده کړې چې ډیرې ستونزې به په ګډه حلوي.
د چین دولتي مطبوعاتو بیا ویلي چې جمهور رئیس شي ژنپنګ ډونالډ ټرمپ ته په انتخاباتو کې د بري مبارکې ورکړې او زیاته کړې دواړه یې د امریکا او چین اړیکو بهتره کولو هیلې لري.
فورم \ دبحث خونه