د اسرائیل د پوځ مشر هرتزي هالوي د سه شنبې په ورځ، جنوري ۲۱ (سلواغه ۲)، په اسرائیل کې د حماس اورپکو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر اوومې د برید په مخنیوي کې د پاتې راتلو له کبله له خپلې دندې استعفا اعلان کړه.
هرتزي په داسې حال کې له دندې ګوښه کیږي چې په غزه کې د ۱۵ میاشتو سختو جګړو وروسته اوربند پلی شوی دی.
ډګر جنرال هرتزي هالوي چې د مارچ شپږمه به یې د کار وروستۍ ورځ وي، په خپل استعفا خط کې چې د پوځ له لورې خپور شوی، ویلي چې "د اکتوبر په اوومه [د پوځ] د ناکامۍ د پړې منلو وروسته" له دندې ګوښه کیږي، خو زیاته کړې یې ده چې "له ډیرو بریاوو" سره دنده پرېږدي.
خو هرتزي منلې چې د غزې د جګړې ټولې موخې "ندي ترلاسه شوي،" او زیاته کړې یې ده چې پوځ ښايي د یرغمل شویو کسانو د ژغورلو او د اورپکو د بریدونو له کبله د بې ځایه شویو اسرائیلي وګړو خپلو کورونو ته د ستنولو د ملاتړ لپاره "د حماس د له منځه وړلو عملیاتو ته دوام ورکړي."
د هرتزي د استعفا له اعلان لږ وروسته، د اسرائیل پوځ د جنوبي برخې د قوماندې چې د غزې مسئولیت هم په غاړه لري، قوماندان تورن جنرال یارون فینکلمن هم له دندې ګوښه شوی دی.
د حماس د اکتوبر اوومې برید د اسرائیل په تاریخ کې ترټولو خونړی بلل شوی چې په ترڅ کې یې د اسرائیلي مقاماتو په خبره، ۱۲۱۰ کسان مړه شول چې زیاتره یې ملکي خلک وو. ددې برید وروسته په غزه کې جګړه ونښته. په غزه کې د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې تراوسه ۴۶۹۱۳ کسان وژل شوي چې زیاتره یې ملکي خلک دي.
د اکتوبر اوومې په برید کې ۲۵۱ کسان یرغمل شول چې د ۹۱ په اړه یې ګمان کیږي چې تراوسه په غزه کې پاتې دي او پوځ وايي چې ۳۴ یې ښايي وژل شوي وي. د غزې د جګړې په پیل کې صدراعظم بنیامین نتنیاهو ګواښ کړی و چې حماس به په بشپړ ډول وځپي او یرغمل کسان به کورونو ته ستانه کړي.
د اسرائیل د حکومت مخالف سیاسي مشر یائیر لاپیډ د سه شنبې په ورځ پر نتنیاهو غږ وکړ چې د هالوي پر پل ګام کښیږدي. لاپیډ د پوځ د مشر د استعفا کولو پرېکړه وستایله او زیاته یې کړه: "اوس د صدراعظم او د هغه د مصیبت جوړوونکي حکومت وار دی چې مسئولیت ومني او استعفا وکړي."
ددې مطلب لپاره د اسوشیتد پرس او فرانس پرس اژانسونو له معلوماتو استفاده شوې ده.
فورم \ دبحث خونه