د مردان نوښتګر ځوان چې زاړه ماډل ګاډي په نوي ډیزاینونو جوړوي
د خیبر پښتونخوا د مردان ولسوالۍ ځوان کسبګر کرامت شاه، د پخواني ماډل ګاډو بیا جوړولو ته د خپل هنر په مرسته نوی بڼه ورکوي او ښکلي ډیزاینونه ورته جوړوي. کرامت شاه، چې د انټیک ګاډو سره یې ځانګړې مینه لرله، د خپل هنر په مرسته نه یوازې په خپل هېواد کې شهرت ګټلی،بلکې په نړیواله کچه یې هم ځان معرفي کړی دی.