د افغانانو د تخلیې د ایتلاف مشر شان وان ډایور وايي تمه لري چې د متحده ایالاتو نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا ته د کډوالو په ورتګ باندې د لګول شوي بندیز څخه هغه افغانان مستثنا کړي چې په امریکا کې د میشت کېدو لپاره یې درخواستونه په جریان کې دي.
د ټرمپ ادارې اعلان کړی دی چې امریکا ته د مهاجرو د ورتګ پروګرام د جنوري له ۲۷مې څخه د دریو میاشتو لپاره ځنډول کیږي. په دغه موده کې به د امریکا د کورني امنیت وزارت د بهرنیو چارو وزارت سره په مشوره د تحقیقاتو په پایله کې ولسمشر ته یو راپور چمتو کوي او دا پیشنهاد به کوي چې ایا ددغه پروګرام بیا پیلول د امریکا په ګټه دي که نه.
وان ډایور د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې له دې کبله، "عام امریکایان، افغانان، پخواني پوځیان او ټول هغه کسان چې افغانانو سره یې اوږه په اوږه کار کړی او هغه کسان چې د خپلو کورنیو غړو راتګ ته په تمه دي، اندیښمن دي."
د افغانانو د تخلیې د ایتلاف ددغه مسئول په خبره، له ۱۵۰ زره څخه تر ۲۰۰ زرو افغانان په دې تمه دي چې د مهاجرت کیسونه یې بشپړ او امریکا ته لاړ شي.
هغه زیاته کړه: "موږ د افغانانو د وفادارۍ پوروړي یو او موږ باید بیرته د هغوی حق پوره کړو او ولسمشر ټرمپ په دې وفادارۍ پوه دی. نو موږ هیله لرو چې دا به یوه تېروتنه وي چې کولی شو بیرته یې اصلاح کړو او موږ ژمن یو چې ډاډ ترلاسه کړو چې ټول ددې کار پر پایلو پوه وي، او موږ به په دې اړه ډېر روښانه اوسو."
له شان وان ډایور سره بشپړه مرکه دلته وګورئ.
فورم \ دبحث خونه