د لاس رسي وړ اتصالات

وان ډایور: امریکا ته د افغانانو د لېږد بهیر له پنځو تر لسو کلونو غځېږي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ جون ۱۲ (غبرګولي ۲۲) "د افغانانو د انتقال ایتلاف" په نوم د ۲۰۰ سازمانونو د یوې ډلې سره د پوهاوي سند لاسلیک کړ. د دغه ایتلاف مشر شان وان ډایور وايي چې د امریکا حکومت له افغانستان څخه په شرایطو د برابرو افغانانو د ایستلو بهیر د پنځو څخه تر ۱۰ کلونو پورې غځوي.

وان ډاویر له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل هغه افغانان چې د امریکا په تکل درېیمو هیوادونو ته رسېدلي، امریکا ته د سفر چارې یې رواني دي، خو وخت ته اړتیا لري.

نوموړي وویل: "دغې پروسې یو څه پرمختګ کړی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سره زموږ د کار پر مهال موږ ګورو چې د کډوالۍ پروسه له پیل تر پایه له دوو کلونو څخه ۶۰ ورځو او یا یوې میاشتې ته راکمه شوې چې دا یو مهم پرمختګ دی."

وان ډایور وايي په امریکا کې د افغانانو د مېشتېدنې په چارو کې اسانتیاوې رامنځته کیږي او ددغه بهیر د لا بهتره کولو دپاره ټینګار کوي چې پکار ده په دې اړه کانګرس ته وړاندې شوې لایحه تصویب شي.

هغه وویل: "کانګرس پدې اړه خپل مسوولیت نه دی ترسره کړی. کانګرس تر اوسه د افغانانو د مېشتېدو قانوني طرحه نه ده تصویب کړې. کانګرس د کډوالۍ په یو تخریب شوي سیستم باندې متکي دی."

د نوموړي په خبره: "تر څو کانګرس د افغانانو د بېا مېشت کېدو قانوني طرحه پاس نکړي، پدې اړه د ډېر څه د ترسره کېدو تمه نشي کېدای. د قوانینو د تصویب په تېره دوره کې دا طرحه وړاندې شوه، خو دا ځل په کانګرس کې نده وړاندې شوې."

وان ډایور وویل د کانګرس غړو ورته ویلي چې دموکراتان او جمهوري غوښتونکي په ګډه په کانګرس کې د پردې شا ته د دې ستونزې د حل لپاره کار کوي.

وان ډایور وویل د واجد شرایط افغانانو دپاره اړینه ده چې د پناه غوښتنې لپاره خپل درخواستونه ورکړي او په امریکا کې د دایمي اوسېدو لپاره ټولې لارې چارې ولټوي.

د شان وان ډایور سره بشپړه مرکه دلته وګورئ.

XS
SM
MD
LG