د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د یو اجرائیوي فرمان په لاسلیکولو سره، چې په امریکا کې له زېږېدو سره سم ماشومانو ته د تابعیت ورکولو مخه نیسي، یو ځل بیا تاوده بحثونه راپارولي دي. د دې فرمان موخه دا ده چې په امريکا کې له زېږېدو سره سم ماشومانو ته په اتومات ډول د تابعيت ورکړه بنده کړي. دغه اقدام، چې د امریکا د هویت، تاریخ او اساسي قوانینو خلاف بلل کېږي، د فدرال د دوو قاضیانو له خوا یې په مؤقت ډول د عملي کېدو مخه نیول شوې ده.