د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پلاوی د مسکو غونډې په تړاو خبرو لپاره روسیې ته تللی


تر دې مخکې کابل هم د سولې د نړیوالو کنفرانسونو کوربه و
تر دې مخکې کابل هم د سولې د نړیوالو کنفرانسونو کوربه و

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، چې د مسکو په غونډه کې د سولې د خبرو د څرنګوالي او د دغې غونډې د نیټې معلومولو لپاره یو افغان پلاوی روسیې ته تللی دی.

د دغه وزارت ویاند صبغت احمدي د پنجشنبې په ورځ (وږي ۲۹) امریکا غږ – آشنا ته وویل، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د منابع او ادارې مرستیال نصیراحمد اندیشه د افغان پلاوي مشري کوي او په دغه سفر کې به له خپل روسي سیال سره د افغان سولې د خبرو پر څرنګوالي وغږیږي.

هغه وویل "ټاکل شوې چې د مسکو د ناستې په اړه خبرې وشي او په دې ناسته کې په زیاتو مواردو خبرې کیږي، اصلي مورد هم سوله ده او ټاکل شوې وه چې د مسکو غونډه هم د سولې په اړه وي او اوس هم د داخلي او سیمه‌ییزې کچې سولې په تړاو له روسیې سره خپل نظریات شریک کوو، ترڅو وشو کولی، چې د افغانستان او روسیې ترمنځ یو مشخصې تګلارې ته ورسیږو".

ټاکل شوې وه چې د مسکو غونډه د روانې سپټمبر میاشتې په څلورمه نیټه جوړه شي، خو افغان حکومت په کې له ګډون کولو ډډه وکړه.

له هغې وروسته کابل او مسکو پرېکړه وکړه چې په روسیه کې د افغانستان د سولې په اړه نړیوال کنفرانس لپاره په ګډه کار وکړي.

په پام کې وه چې د مسکو غونډه د روسیې په کوربه‌توب جوړه شي، خو د دواړو خواو ترمنځ له خبرو وروسته دا غونډه د دواړو هېوادونو په کوربه‌توب کیږي.

افغان حکومت تل ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې لپاره له ټولو هغو هڅو څخه، چې د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ ترسره کیږي، هرکلی کوي.

XS
SM
MD
LG