د لاس رسي وړ اتصالات

رولا غني: په مذاکراتو کې د ښځو له حضور پرته سوله نه کیږي


د افغانستان لومړۍ میرمنه بي بي ګله رولا غني وايي چې له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې د ښځو له حضور پرته د سولې هیڅ توافق نه ترسره کیږي.

میرمن غني د پنجشنبې پر ورځ (کب ۱۶ مې) د ښځو د پیوستون ورځې په مناسبت یوې غونډه کې وویل، چې افغان ښځو د سولې د مذاکراتو په تړاو خپلې غوښتنې مطرح کړې دي او "هیڅ طرف" نه شي کولای دوې نادیده ونیسي.

هغې زیاته کړه"زه پوهیږم، چې حکومت د ښځو د لاسته راوړنو ملاتړی دی. پوهیږم، چې هیڅ سوله به ونه شي، که ښځې د مذاکرې په میز کې ونه اوسي".

د بې پولې خبریالانو سازمان او د افغانستان د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکزد مارچ میاشتې د اتمې یا د ښځو د پیوستون ورځې په مناسبت ناسته لرله، چې په دې مناسبت یې درې افغانې خبریالانې د دوې د رسنیزو کړنو له ارزیابۍ وروسته وستایلې.

میرمن رولا غني وویل، چې ښځینه خبریالانې د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې کار کوي او هیڅ کله به له پرمختګه په شاه ستنې نه شي.

د افغانستان لپاره د بې پولې خبریالانو مسوول رضا معیني په رسنیو کې د ښځو پر شتون ټینګاروکړ.

همدارنګه د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مشرې فریدې نیکزاد وویل، چې د سولې توافق باید د افغان ښځو د تیرو دوه لسیزو د لاسته راوړنو او حقونو پر خوندیتوب مشروطه وي.

د اطلاعات او کلتور وزارت سرپرستې وزیرې او له طالبانو سره د حکومت د مذاکره کونکي هیئت غړې حسینې ساپۍ هم په دغه ناسته کې وویل، چې تر اوسه د سولې مذاکرات په رسمي توګه نه دي پیل شوي او د پیل په صورت کې به د ښځو وړاندیزونه او غوښتنې په پام کې ونیول شي.

XS
SM
MD
LG