د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلي: له وسله‌والو مخالفینو سره غیررسمي تماسونه لرو


د سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي له وسله‌والو مخالفینو سره غیررسمي تماسونه تائید کړل.
د سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي له وسله‌والو مخالفینو سره غیررسمي تماسونه تائید کړل.

د افغانستان د سولې عالي شورا په ترکیې کې د سولې په تړاو جوړې شوې غونډې ته په غبرګون وايي، چې له وسله‌والو مخالفینو سره غیررسمي تماسونه جریان لري.

د دغې شورا رئیس محمد کریم خلیلي، چې د سې‌شنبې په ورځ (جنوري ۱۶) یې د سولې اړوند د مدني ټولنې، ځوانانو او ښځو ملي مشورتي غونډې ته وینا کوله وویل، دغې شورا د سولې د نوې ستراتیژۍ پر بنسټ له وسله‌والو مخالفینو سره د سولې مذاکراتو د پیلولو پر څرنګوالي کار پیل کړی دی.

که څه هم ښاغلي خلیلي په څرګند ډول د ترکیې د مذاکراتو یادونه ونکړه، خو وې ویل "موږ اوس د سولې د عالي شورا په اصلي هدف تمرکز لرو، له وسله‌والو مخالفینو سره غیررسمي تماسونه په جریان کې دي، د سولې عالي شورا له حکومت سره په همغږۍ د مذاکراتو لپاره د زمینې برابرولو او پرمخ وړلو هڅه کوي".

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې د افغانستان د ولسمشر دوه سلاکاران همایون جریر او عباس بصیر د وسله‌والو طالبانو له پنځو استازو سره په ترکیې کې لیدنه کړې ده.

ښاغلي جریر له امریکا غږ آشنا سره په خبرو کې وویل، چې د حکومت په خوښه یې په ترکیې کې له طالبانو سره د سولې غیر رسمي "تفاهمي غونډه" کړې ده.

هغه وویل "هرڅه چې دلته (په غونډه کې) کیږي حکومت ته انتقالیږي".

خو ارګ وايي، چې دغه کسان د افغانستان له حکومت څخه استازیتوب نه کوي او د طالبانو ډلې هم د ترکیې په خبرو کې د خپلو استازو ګډون رد کړی دی.

د سولې عالي شورا ټینګار کوي، چې د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو تر منځ د سولې خبرې باید د باصلاحیته پلاوو له خوا ترسره شي.

د دغې شورا د دارالانشاء رئیس اکرم خپلواک په نننۍ غونډه کې وویل، چې د سولې عالي شورا له ډیرو هڅو سربیره تر اوسه دغه هدف ته نه ده رسیدلې.

هغه وویل "کله چې مستقیم مذاکرات شروع کیږي، د ملت له اجماع نه د سولې عالي شورا له اجماع نه به یو باصلاحیته هیأت تعینیږي او موږ غواړو چې د طالبانو له خوا نه هم یو باصلاحیته او بااعتباره هیأت وي".

ښاغلي خپلواک زیاته کړه، چې د سولې مذاکرات دې د وخت د ضایع کولو سبب نشي او د افغانستان ولس ته باید مثبت نتایج ولري.

XS
SM
MD
LG