د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان مرکزي بانک: نړیوالې مرستې دې د بانکې سکتور له لارې وشي  


د افغانستان مرکزي بانک
د افغانستان مرکزي بانک

د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو له دوام وروسته د دې هېواد مرکزي بانک چې مشري یې د طالبانو په لاس کې ده، ویلي چې دغه مرستې باید د بانکدارۍ د سکتور له لارې وشي.

دغه بانک وویل چې د نړيوالې ټولنې د مرستو په دوام، د ٤٠ ميليونو ډالرو مرستو يوه بله نغدي بسته د سه شنبې په ورځ اګسټ دوهمه (زمري ٢١) کابل ته رسیدلې ده.

د دغه بانک د معلوماتو له مخې، په روانه اوونۍ کې دا د افغانستان له خلکو سره د نغدي مرستو دویمه بسته ده چې کابل ته لېږدول کېږي او په یو سوداګریز بانک کې زیرمه کېږي.

دغه بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "د افغانستان د مرکزي بانک رهبري پدې باور ده چې افغانستان ته د بهرنیو اسعارو راتلل له هر ډول اصولي لارې څخه یو ښه ګام دی او له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې خپلې مرستې د افغانستان بانکي سکټور له لارې ترسره کړي."

د افغانستان مرکزي بانک همداشان د افغانستان سره د نغدي مرستو د دوام ستاینه کړې او هیله یې څرګنده کړه چې مرستندویه هیوادونه په نورو برخو کې د دغې ډلې له حکومت سره تعامل وکړي چې ددې لارې د دغه هیواد د خلکو اقتصادي ستونزې هوارې شي.

طالبان پداسې حال کې له افغانستان سره د بانکدارۍ له لارې د مرستو د دوام غوښتنه کړي چې ددې هیواد بانکي سیستم پدې وروستیو میاشتو کې له سقوط سره مخ دی او په تېر کال کې د بانکدارۍ بهیر بېرته ندی عادي شوی.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان د یو راپور په خپرولو سره د افغانستان د بانکونو د فعال ساتلو لپاره د سمدستي اقدام غوښتنه کړې وه. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د خپلو پورونو په نه ورکولو کې د خلکو د ناتوانۍ زیاتوالی د بانکي زیرمو کموالی او د نغدو پیسو کمښت ښایي د افغانستان مالي سیستم په څو راتلونکو میاشتو کې د سقوط سره مخامخ کړي.

په همدې حال کې د اقتصاد پوهنځي استاد عیسی رضايي د نغدو پیسو نه شتون او د طالبانو په واسطه د بانکي سیستم بدلول پدې برخه کې مهم لاملونه بولي او وايي چې د یو رسمي حکومت د نه شتون له امله خلک پر افغان بانکونو باور نه کوي.

ښاغلي رضايي زیاته کړه: "په افغانستان کې د بانکدارۍ سکتور پر وړاندې دوه لویې ننګونې دي، یوه د نغدي پیسو کمښت او پیسې اصلاً نه خلق کیږي. د پیسو پیدا کول نه د مرکزي بانک له خوا شوي...او نه هم د بانکونو له خوا. بله ستونزه دا ده چې په بانکي سیستم کې بدلونونه راغلي او اسلامي بانکداري سیستم لا هم په افغانستان کې ندی توانیدلی چې بریالی شي.»

ښاغلي رضايي همداشان وویل، تر څو چې افغانستان دوامداره ثبات ته نه وي او په دغه هېواد کې موجودې امنیتي ستونزې حل نه شي، د بانکدارۍ ستونزې به ژر حل نه شي.

په افغانستان کې اقتصادي کړکېچ وروسته له هغې خپل اوج ته ورسېد، چې د افغانستان د مرکزي بانک نږدې لس میلیارده ډالره نغدې پیسې په بهر کې په ځانګړې توګه په امریکا کې کنګل شوې.

طالبانو د تاشکند په غونډه کې په افغانستان کې د بشري ناورین په څرګندولو سره له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له امریکا وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې خوشې کړي.

په دې وروستیو کې رویټرز خبري اژانس د باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې امریکا او طالبانو د افغانستان د مرکزي بانک د ملیاردونو ډالرو سرمایې چې له هیواده بهر کنګل شوي دي، د خلاصون په اړه یو بل ته خپل وړاندیزونه وړاندې کړي دي.

رویټرز خبري اژانس ددغو مذاکراتو په اړه د دریو باخبره سرچینو په حواله ویلي، چې دواړو لورو په دې برخه کې پرمختګ کړی، خو لا هم د دواړو لورو ترمنځ ژور اختلافات موجود دي.

XS
SM
MD
LG