د لاس رسي وړ اتصالات

یو افغاني الاصله امریکایي د 'درغلۍ' په جرم په شپږکاله بند محکوم شو 


د افغانستان د ملي بانک یو مقام ویلي دي چې په نیویارک کې یوې محکمې افغاني الاصله امریکایی نعيم اسماعیل د څه دپاسه ۱۶میلیونو ډالرو د «ټګۍ» په جرم په شپږ کاله بند محکوم کړی دی.

په نیویارک ښار کې د افغان-امریکایي سوداګریزې ادارې رئیس حکمت الله فوشنجي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش (سیګار) او د اسمعیل د قضیې په اړه د فدرالي تحقیقاتو ادارې (ایف بي آی) سره یې د نژدې شپږ کالو راهیسې په ګډه کار کړی امریکا غږ ته وویل چې دغه "ټګمار" سړی د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۲۷ د نیویارک ښار په جنوب کې په محکمې ته حاضر شو.

د افغانستان د ملي بانک اړوند د افغان-امریکایي سوداګریزې ادارې رئیس ښاغلي فوشنجي وویل: "په داسې حال کې چې د [اسماعیل] په پښو کې زولنې وې، د چهارشنبې په ورځ د نیویارک ښار په جنوب کې محکمې په شپږ کاله بند په زندان کې او درې کاله تر څارنې لاندې په کور بند محکوم شو."

په نيويارک ښار کې میشت د افغانستان د ملي بانک د دغه چارواکي په وينا، د محکمې قاضي د پرېکړې تر صادرولو مخکې څو ځلې ټينګار کړى و، چې اسماعيل په هغو پیسو چې د "درغليو" له لارې يې ترلاسه کړې وې، لوکس او ګران بيه جاګور موټرونه اخیستي چې بيه يې تر ۱۲۰زرو ډالرو پورې ده. د دې سربیره د ښاغلي فوشنجي په وینا، قاضي همداشان څو ځلې ټینګار وکړ چې دغه «مجرم» کس د امریکا د شرکتونو د قانون خلاف ځان او د کورنۍ غړو ته د سلګونو زرو ډالرو په ارزښت چکونه صادر کړي دي.

په نيويارک کې د افغانستان د ملي بانک د دغه چارواکي په وينا، د محکمې د پرېکړې له مخې، د اسماعيل ټول بانکي حسابونه او عايدات به په راتلونکي کې د امريکايي حکومت تر څارنې لاندې وي او قاضي ترې وغوښتل چې پاتې پيسې بېرته ورکړي.

د امریکا غږ سره په مرکه کې فوشنجي ادعا وکړه چې د محاکمې پر مهال یې د افغانستان ملي بانک په استازیتوب د نعیم اسماعیل او د هغه د ورور مصطفی اسماعیل د "درغلیو" مفصل راپور څارنوالانو او د سیګار استازو ته وړاندې کړ.

ښاغلي فوشنجي همداشان ادعا وکړه چې "نعيم اسمعيل او ورور يې درغلګر او دروغجن دي چې د جعلي شرکتونو او جعلي اسنادو په مرسته يې د افغانستان ملي بانک ته ستر مالي زيان اړولى دى."

فشینجي امریکا غږ ته وویل چې د اسماعیل د "درغلیو" لږترلږه پنځه قربانیان په محکمې کې حاضر وو او د هغه په وړاندې یې شاهدي ورکړې، خو هغه ټینګار وکړ چې د هغو قربانیانو شمیر له لسو حقیقي او قانوني شخصیتونو څخه زیات دی چې ددغو دوو ورونو په ګیر کې ورغلي وو او ټول خپلې له لاسه ورکړې پیسې غواړي.

د افغان-امریکا د سوداګرۍ د ادارې مشر دا هم وویل، چې د نیویارک ښار د جنوب محکمې د اسماعیل د روغتیايي وضعیت او تر شپیتو کلونو زیات عمر په پام کې نیولو سره د هغه په اړه د حد اقل سزا حکم صادر کړ، خو زیاته یې کړه: «په دې خاطر چې د افغانستان د بیت المال د فاسدو کسانو او غلو څخه یو پیژندل شوي غل ته سزا ورکول کیږي» خوښ دی.

د دې درغلۍ یو تن قرباني چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي امریکا غږ ته وویل چې د محاکمې د بهیر او د درغلۍ په اړه موجودو اسنادو ته په پاملرنه د محکمې له پرېکړې راضي دی.

ښاغلي فوشنجي د افغانستان د ملي بانک د استازولۍ د پاتې پيسو د بېرته راستنېدو په اړه د امريکا غږ د پوښتنې په ځواب کې وويل: «د کاليفورنيا په لاس انجلس کې د اسماعيل دوه جايدادونه چې په رسمي ډول يې ارزښت څه ناڅه ٢،٧ ميليونه ډالره دی په ۲۰۱۹ کال کې د افغان ملي بانک په نوم ضبط شوي دي.»

خو د افغانستان د ملي بانک دغه چارواکي وویل چې د پاتې پيسو بېرته راګرځېدل ناشونې بریښي، ځکه چې نعیم اسمعیل ځان دیوالي اعلان کړی دی.

نعیم اسماعیل د ۲۰۲۰ په جولای کې د متحده ایالاتو د تحقیقاتو د فدرالي ادارې او سیګار د استازو لخوا د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې ونیول شو او امریکا ته انتقال شو.

په همدې حال کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې په رپوټ کې یاد شي، امریکا غږ ته وویل چې د نعیم اسماعیل بل ورور مصطفی اسماعیل چې په کلیفورنیا کې د "جعلي شرکتونو" مشر و، د خپل ورور له نیول کېدو او توقیف وروسته د افغانستان غزني ولایت ته تښتېدلی چې هغه مهال د طالبانو تر ولکې لاندې و، او د اف بي آی مامورینو هلته لاسرسی نه درلود.

د دغې سرچینې په وینا مصطفی اسماعیل اوس مهال د طالبانو د ډلې تر واکمنۍ لاندې ژوند کوي. خو د امریکاغږ تر اوسه د اعتبار وړ منابعو څخه ددې ادعا د رښتینوالي په هکله تائید ندی ترلاسه کړی.

دمخه تر دې د امریکا د عدلیې وزارت په یوه بیان کې ویلي و چې ښاغلي اسماعیل د ۲۰۰۷ کال له فبرورۍ څخه د ۲۰۱۶ کال تر جولای پورې د جعلي اسنادو په وړاندې کولو سره له څو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه پورونه اخیستي چې ټولټال ارزښت یې له ۱۵ میلیونو ډالرو څخه زیات دی.

افغان ملي بانک په ۱۹۳۰ کال کې د لومړي عصري سیستم لرونکي بانک په توګه تاسیس شو چې د افغانستان په تاریخ کې د نغدي او غیر نغدي شتمنیو له پلوه د ستر سوداګریز بانک په توګه شمیرل کیږي.

د فوشنجي په وينا، د افغان امريکا د سوداګرۍ دفتر له شاوخوا ٨٢ کلونو راهيسې په نيويارک کې شتون لري.

د شفافیت د نړیوال سازمان د ۲۰۲۱ کال د راپور له مخې افغانستان د اداري فساد د شاخصونو پر بنسټ د نړۍ په کچه اووم فاسد حکومت بلل شوی دی.

XS
SM
MD
LG