د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیونونو نوي غړي معرفي شول


۸۴ کسان دغو څوکیو ته کاندید کړل شوي‌وو
۸۴ کسان دغو څوکیو ته کاندید کړل شوي‌وو

د افغانستان جمهوري ریاست د ټاکنو د کمیسیون او ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د دارالانشا مشران او غړي‌ اعلان کړل.

دا نوي‌ غړي له هغه وروسته وټاکل شول چې د افغانستان جمهوري ریاست د کمیسیونونو مخکني غړي "د خپلو کاري صلاحیتونو نه د ناوړه استفادې" په تور له دندو ګوښه کړل. دغه کسان د پلټنو تر بشپړ کیدلو پورې له افغانستان نه ممنوع‌الخروج اعلان شوي دي.

چې ګنې د انتخاباتو اړوند شکایتونه، ‌تېروتنې او قضیې یې سم نه دي څېړلي او له خپلو دندو او صلاحیتونو څخه یې ناوړه استفاده کړې ده.

د ولسمشر غني‌ د نوي فرمان په اساس چمن شاه اعتمادي د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون او حبیب الرحمن ننګ د انتخاباتو د کمیسیون د دارالانشا مشران ټاکل شوي دي.

همدغه راز د یو بل جلا فرمان له مخې "سید عصمت‌الله مل، مولانا محمد عبدالله، اورنګ زیب، محمد حنیف دانشیار، مسافر قوقندي، حوا علم نورستانۍ او رحیمه ظریفي" د انتخاباتو د کمیسیون غړي ټاکل شوي ‌دي.

او "محمد قاسم الیاسي، زهره بیان شینواری، مولوی دین‌محمد عظیمي، محمد یونس طغرا او سید قطب‌الدین رویدار" بیا د انتخاباتي شکایاتونو د کمیسیون غړي ټاکل شوي‌دي.

د ارګ په فرمانونو کې راغلي دي چې د کمیسیونو نوي‌ ټاکل شوي غړي مکلف دي چې په خپلې اولې غونډې خپل رئيسان، مرستیالان او منشیان وټاکي.

د جمهوري‌ ریاست کاندیدانو، مدني‌ ټولنو او نورو اړوندو ادارو ۸۴ کسان دغو څوکیو ته کاندید کړي‌ وو چې ۱۴ یې وټاکل شول.

د افغانستان د جمهوري ریاست ټول ١٨ نوماندان ددغو کمیسیونونو د غړو د ټاکلو پر وخت د افغانستان د جمهوري ریاست په مقام کې حاضر وو.

نوي غړي‌ له هغه وروسته ټاکل کیږي‌ چې د افغانستان جمهوري ریاست د سیاسي گوندونو په مشوره د انتخاباتو په قانون کې یو لړ بدلونونه تصویب کړل چې د انتخاباتي کمیسیونو د غړو د ټاکلو څرنگوالی په کې شامل و.

XS
SM
MD
LG