د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د مسکو ناستې په اړه هوکړې ته نه دی رسیدلی


افغان حکومت وایي، چې د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو ناستې لپاره د کابل او مسکو ترمنځ بحثونه جریان لري او تر اوسه کومې وروستۍ پریکړې ته نه دي رسیدلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي امریکا غږ ته وویل، چې د مسکو د ناستې په اړه افغان حکومت او روسي چارواکي تر اوسه کومې هوکړې ته نه دي رسیدلي او وایي، چې افغان حکومت ته لا همد دغې ناستې د ترسره کیدو نیټه او د ناستې د څرنګوالي موضوع د بحث وړ ده.

ښاغلي احمدي وویل"تر اوسه زموږ او د روسي چارواکو لخوا په دې اړه کوم توافق نه دی شوی او هغه موارد چې په احتمالي توګه پرې بحث کیږي او په احتمالي توګه یو ځای ته ورسیږي د سولې د عالي شورا د غړو ګډون دی، خو دا چې حکومت به څرنګه ګډون کوي، د ناستې وخت به کله وي او د مسکو د ناستې د بحث موضوع به څه وي په دې موضوعاتو بحثونه روان دي او زموږ بحثونه پای ته نه دي رسیدلي".

ښاغلي احمدي وویل، چې افغان حکومت لههر هغه هیواد څخه چې د سولې په برخه کې اقدامات کوي هر کلی کوي، خو افغان حکومت په دې برخه کې خپل شرایط لري، چې یو له دغو شرایطو څخه د افغانانو په رسمي مالکیت د سولې پروسې مخ ته بیول دي.

رویټرز خبري آژانس ریپوټ ورکړی، چې دغې ناستې ته د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په ګډون اته افغان سیاسي مشران بلل شوي دي، چې شپږ تنو یې دغه بلنه منلې ده.
د ښاغلي کرزي د رسنیز دفتر مسوول، یوسف سها امریکا غږ ته وویل، چې روسیې تر دا مهاله ښاغلی کرزی په رسمي توګه دغې ناستې ته نه دی بللی.

روسیې ویلي، چې دغې ناستې ته د طالبانو د استازو په ګډون دولس هیوادونه بلل شوي دي.

XS
SM
MD
LG