د لاس رسي وړ اتصالات

اتمر: نړیواله ټولنه د ۶۰۰ طالب بندیانو له خوشې کولو سره مخالفه ده


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د طالب بندیانو په ۵زره کسیز لست کې شامل شاوخوا ۶۰۰ کسان جدي ستونزې لري او خوشې کول یې د ملي او نړیوالو قوانینو په خلاف دي.

د دغه وزارت سرپرست محمدحنیف اتمر د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۱۶مه (چنګاښ ۲۶) خبریالانو ته وویل چې نړیواله ټولنه د دغو طالب بندیانو له خوشې کولو سره مخالف دي.

هغه زیاته کړه: "په دغو ۶۰۰ کسانو کې ځینې داسې کسان دي چې دنیا موږ ته وايي خوشې یې نه کړې، اعتراض پرې کوي. هغوی تاکید کړی چې دا مه پرېږدئ، ولې یې مه پرېږدئ؟ وايي زموږ خلک یې وژلي دي".

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دغه شمیر طالب بندیانو خوشې کول یوه پیچلې مسله وبلله او وې ویل د هغو طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه "شدید اعتراض" موجود دی او د ازادولو په تړاو به یې په راتلونکي پړاو کې تصمیم ونیول شي.

ښاغلي اتمر وویل: "د افغانستان دولت کوښښ دا وو چې د بندیانو د خوشې کولو لپاره هم په افغانستان کې دننه اجماع جوړه کړي او هم په منطقه او دنیا کې، له ۵زرو څخه مو په ۴۴۰۰ مو (اجماع) جوړه کړه، په ۶۰۰ نه ده جوړه شوې تراوسه پورې".

د امریکا-طالبانو د سولې د تړون په اساس د افغان حکومت له خوا د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او د طالبانو له لورې د ۱۰۰۰ تنو دولتي اسیرانو له خوشې کولو وروسته د سولې بین‌الافغاني مذاکرات پیلېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وویل چې افغان حکومت له طالبانو څخه غوښتي چې د دغو ۶۰۰ بندیانو پر ځای د نورو طالب بندیانو لست ورسره شریک کړي خو طالبانو دا غوښتنه رد کړې.

ښاغلي اتمر وویل چې افغان حکومت د سولې د مذاکراتو د پیل لپاره څو ځل نیټې ټاکلي چې طالبانو رد کړي او ټینګار یې کړی چې لومړی باید په لست کې شامل ۶۰۰ بندیان خوشې شي.

د محمدحنیف اتمر په وینا ۱۲هېوادونو د بین‌الافغاني مذاکراتو د کوربتوب لپاره چمتوالی ښودلی او تېره اونۍ د افغان سولې په تړاو د سیمه‌ییزو او نړیوالو غونډو ګډونوالو له طالبانو څخه غوښتي چې له افغان حکومت سره خبرو ته کښېني.

XS
SM
MD
LG