د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د افغانستان د رسنیو د قُربانیانو په یاد څلی جوړیږي


د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د شنبې په ورځ د افغان رسنیو د فعالینو او د بیان د آزادۍ د قُربانیانو په یاد په کابل ښار کې د یو څلي جوړولو د بنسټ ډبره کيښوده.

اجرائیه رئیس عبدالله د دغه څلي د جوړولو په مناسبت یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د یادګار دغه څلی به د هغو 'تورو زړونو خاوندانو' په زړه کې خنجر وي، چې غواړي د خلکو غږ ډپ کړي.

ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ، چې حکومت د بیان له آزادۍ څخه د ملاتړ په برخه کې د ولس تر څنګ ولاړ دی او د رسنیو له کارکوونکو سره د تاوتریخوالي د عاملینو په وړاندې هیڅ ډول استثنا نه مني.

هغه وویل "ډیره مهمه ده، چې د هغو کسانو په اړه چې د رسنیو د کارکوونکو په وړاندې یې تاوتریخوالی کړی، د هغوی په اړه استثنا قایل نه شو، هر څوک چې دی او په هره بڼه چې یې (تاوتریخوالی) کړی".

د افغانستان د رسنیو فعالینو د قُربانیانو په یاد دغه څلی په داسې حال کې جوړیږي، چې دوه کاله مخکې په همدې ورځ د موبي ګروپ د کارکوونکو پر موټر د یو خونړي ځانمرګي برید په نتیجه کې اوه کسه خبریالان او د رسنۍ فعالین ووژل شول او شل نور ټپيان شول.

اجرائیه رئیس عبدالله زیاته کړه، چې رسنۍ د افغان حکومت لویه لاسته راوړنه ده او د افغانانو د قُربانیو په نتیجه کې نن په افغانستان کې د بیان آزادي مناسب وضعیت لري.

د افغانستان د خبریالانو د ملي اتحادیې پخواني رئيس عبدالحمید مبارز په دغو مراسمو کې له رسنیو سره د ملي یووالي حکومت د چلند ستاینه وکړه او وې ویل، د اوسني حکومت مشران د بیان د آزادۍ ساتنې ته ژمن دي.

خو ښاغلي مبارز زیاته کړه، چې اتیا تنه خبریالانپه تیرو شپاړسو کلونو کې په افغانستان کې وژل شوي دي.

هغه وویل "په خواشینۍ سره د دغو ځوانو خبریالانو له ډلې اتیا تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شهیدان شوي دي".

په همدې حال کې د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په خپل وروستي رپوټ کې، ۲۰۱۷ د افغان خبریالانو لپاره خونړی کال بللی او ویلي، چې په دغه کال کې شل خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ووژل شوي او له شپیتو زیات ټپيان شوي دي.

ټاکل شوې، چې افغانستان د رسنیو د قُربانیانو څلی د کابل ښار په پُل باغ عمومي سیمه کې د سپین‌زر هوټل او پښتني تجارتي بانک مخې ته د څلورو میاشتو په موده کې جوړ او د اتیاو وژل شوو افغان خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو نومونه ورباندې ولیکل شي.

XS
SM
MD
LG