د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه: ولسمشرۍ ټاکنې د افغانستان د ارزښتونو دفاع ده


د جمهوري ریاست انتخابات د سمپتر په ۲۸ نیټه دي
د جمهوري ریاست انتخابات د سمپتر په ۲۸ نیټه دي

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ ټینګار کړی، چې د تلې/میزان په شپږمه د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کول، د زعامت د ټاکلو ترڅنګ د دغه هیواد له ارزښتونو څخه دفاع ده.

دغې ټولنې په خپل ټیوټرپاڼه کې لیکلي: "د سیپټمبر ۲۸مه (تلې ۶مه) د افغانانو لپاره به یو فرصت وي، ترڅو له ډموکراسۍ او د خپلې رهبرۍ د سیاسي مشروعیت له ټاکلو څخه ملاتړ څرګند کړي".

اروپايي ټولنې په داسې حال کې دا ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ له ۱۹ ورځو راهیسې دوام لري، خو د تیرو ټاکنو په شان پراخې نه دي او د ځینو په باور د سولې د مذاکراتو تر اغیزې لاندې راغلي دي.

ولسمشرۍ ټاکنو ته یو شمیر نوماندانو ویلي چې دوی د امریکا د متحده ایالاتو او طالب استازو ترمنځ د اتم پړاو مذاکراتو نتیجې ته په تمه دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو ته شاوخوا یوه نیمه میاشت پاتې ده او د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي چې د تلې په شپږمه د دغو ټاکنو د ترسره کولو لپاره بشپړ تخنیکي چمتوالی لري.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس حبیب‌الرحمان ننګ وویل، چې د مهالویش له مخې به د امنیتي ځواکونو په مرسته د ځمکې او هوا له لارې ټاکنیز مواد ولایتونو ته انتقال شي.

افغان ټاکنو سره د برتانیې مالي مرسته

په ورته وخت کې برتانیې د افغانستان له ټاکنیزو بنسټونو څخه د تخنیکي ملاتړ په هدف د اته میلیونه پونډو د مرستې اعلان کړی دی.

کابل کې د برتانیې سفیرې الیسون بلیک ویلي، چې هیواد یې په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کولو څخه ملاتړ کوي.

آغلې بلیک د برتانیې له سفارت څخه په یو خپور شوي بیان کې ټينګار کړی: "په خپل وخت د ټاکنو ترسره کول، د افغانستان د باثباته راتلونکې او ډموکراسي په لور یو بل ګام دی".

برتانیې همدا شان د شفافو او عادلانه انتخاباتو ترسره کول، په ټاکنو کې د دولتي چارواکو د مداخلې نه کول او په ټاکنیزو سیالیو کې له دولتي امکاناتو څخه استفاده نه کول د ټاکنو له مهمو اصولو څخه بللي او ټینګار یې کړی، چې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان دې د ټاکنو قانون او اصول رعایت کړي.

د افغانستان حکومت د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو لپاره ۱۴۹ میلیون ډالره بودجه تصویب کړې ده، چې ۹۰ میلیونه یې د حکومت او پاتې برخه یې د نړیوالې ټولنې له خوا تمویلیږي.

XS
SM
MD
LG