د لاس رسي وړ اتصالات

د نړیوال جام لومړۍ لوبه انګلنډ وګټله


د نړیوال جام دویمه لوبه د ویسټ انډیز او پاکستان ترمنځ ده
د نړیوال جام دویمه لوبه د ویسټ انډیز او پاکستان ترمنځ ده

کوربه انګلنډ د ۲۰۱۹م د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ په بري پيل کړې.

انګلنډ جنوبي افریقا ته په ۱۰۴منډو ماتې ورکړه. د پنجشنبې د ورځې (مۍ۳۰) په لوبه کې جنوبي افریقا پچه وګټله او مخالفې لوبډلې ته یې د منډو کولو بلنه ورکړه.

انګلنډ د بن سټاک د ۸۹، کپتان مورګن، راې او روټ د پنځوسیزو په واسطه جنوبي افریقا ته د ۳۱۲ منډو هدف وټاکه.

د افریقا ټوله لوبډله په ۴۰ اورونو کې په ۲۰۷ منډو وسوځېدله. د لوبې غوره لوبغاړی بن سټاک شو، ده د جنوبي افریقا دوه لوبغاړي هم وسوځول او ځينې کیچونه یې هم ونیول.

د نړیوال جام دویمه لوبه سبا جمعه (مۍ ۳۱) د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ ده.

XS
SM
MD
LG