د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له استونیا د لازیاتو همکاریو غوښتنه کړې


د استونیا جمهور رئیسې کرسټي کالیولایډ د چهارشنبې په ورځ په ارګ کې د افغانستان له جمهور رئیس محمداشرف غني سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا خبرې کړې دي.

همداشان دواړو خواو په دې لیدنه کې له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو او له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو د نوي باب پیلېدو په تړاو هم بحثونه کړي دي.

د ارګ په یو بیان کې د جمهور رئیس غني له قوله راغلي: "د اړیکو په نوي باب کې موږ په مختلفو برخو کې په ځانګړې توګه د ډیجیټلي کولو برخه کې چې له وړاندې پیل شوې له افغانستان سره د استونیا د لازیاتو همکاریو غوښتونکي یو".

د استونیا جمهور رئیسې کرسټي کالیولایډ ډاډ ورکړی چې د تالین او کابل ترمنځ اړیکې به د تیر په شان ټينګې پاتې شي.

اغلې کالیولایډ د افغانستان او استونیا ترمنځ د اړیکو د څرنګوالي د بررسي کولو لپاره تیره ورځ د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړ.

همداشان اغلې کالیولایډ او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر د افغان سولې بهیر او د سولې له موافقې په ځانګړې توکه د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته د استونیا او افغانستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو په څرنګوالي خبرې کړې دي.

د استونیا جمهور رئیسې په دې لیدنه کې ویلي چې هېواد به یې په مختلفو برخو کې له افغانستان سره همکاریو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې استونیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غیردایمي غړي په توګه د دغې شورا د ۲۵۱۳ ګڼې د پریکړه لیک په عملي کولو کې اغیزمن رول لوبولی شي.

ښاغلي اتمر په افغانستان کې د اوربند، د سولې مذاکراتو د بریا، له تروریستي ډلو سره د طالبانو د پریکون او د افغانستان د دوو لسیزو لاسته راوړنو د ساتنې لپاره د یاد پریکړه لیک عملي کول مهم بللی دی.

استونیا د ناټو یو له غړو هېوادونو څخه دی چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې په افغانستان کې پوځي حضور لري چې اوسمهال یې د عسکرو شمېر ۴۵ ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG