د لاس رسي وړ اتصالات

فیسبوک د هندي سیاستوالو سلګونه پاڼې او حسابونه وتړل


په هند کې څه باندې درې میلیونه خلک فیسبوک کاروي
په هند کې څه باندې درې میلیونه خلک فیسبوک کاروي

د فیسبوک نړیواله شبکه وايي چې د هند د سیاسي ډلو پورې تړلي سلګونه فیسبوک پانې او حسابونه یې تړلي دي.

فیسبوک وايي دا کار یې له پلټنو وروسته کړی دی. د دغو هندي سیاستوالو اکاونټونه او پاڼې داسې مهال تړل کیږي چې ټاکل شوې د اپریل په ۱۱ په هند کې انتخابات وشي.

د فیسبوک اداره وايي ۶۸۷ تړل شوي صفحي او حسابونه د مخالف سیاسي ګوند، هند ملي کانګرس، پورې اړوندې دي. وايي دا صفحي د دوی اتوماتیک سیستم موندلې او بیا یې تړلي دي. فیسبوک وايي همدغه راز یې د هند د تکنالوژۍ کمپنۍ (سلور ټېک) ۱۵ صفحې او اوکاونټونه هم تړلي دي. خو دا شرکت وايي چې د هغوی کومه صفحه او اوکاونټ زیانمن شوي نه دي.

د فیسبوک د سایبري امنیت د پالیسۍ مشر ناتانیل ګلیچر وايي چې په دغو پاڼو او صفحو کې د فیسبوک د تګلارې خلاف مواد خپرېدل. وايي په دوی کې جعلي اکاونټونه او د یو کس په نوم څو پاڼې، د بل کس په نوم جعلي پاڼې او داسې نورې مسئلې شاملې وي. وايي په دغو پاڼو کې غلط او ناسم معلومات خپرېدل چې په سیاستوالو پورې اړوندو ویبسایټونو ته لوستونکي مات شي او پېسې وګټي.

د دغو کسانو اکاونټونه په انستاګرام کې هم تړل شوي دي. انستاګرام له فیسبوک سره تړلی دی. د هند سیاسي ډلې تر ډېره په ټولنیزو رسنیو کې خپل انتخاباتي کمپاینونه کوي.

په هند کې څه باندې درې میلیونه خلک فیسبوک کاروي.

په ټولنیزو رسنیو کې د غلطو خبرونو او معلوماتو خپرول اوس په یوې لویې ستونزې بدل شوي دي.

په هند کې د سلګونو صفحو او اکاونټونو تر بندېدو یوه ورځ مخکې، د فیسبوک شرکت د پاکستان د پوځ پورې اړوند ۱۰۳ پاڼې، فیسبوکي ګروپونه او حسابونه هم بند کړي وو.

د فیسبوک ټولنیزې شبکې د دوشنبې په ورځ (اپریل ١) وویل دغه تړل شوې پاڼې، ګروپونه او حسابونه د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د کارکوونکو پورې مربوط وو. د فیسبوک شرکت زیاته کړې چې دغه پاڼې او حسابونه یې د انسټګرام په شبکه کې هم تړلي دي.

XS
SM
MD
LG