د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د فیسبوک د محلي کولو هوکړه لیک لاسلیک شو


افغانستان کې شاوخوا نهه میلیونه خلک انټرنیټ ته لاس رسی لري، چې د دغه شمیر زیات شمیر کسان فیسبوک کاروي.
افغانستان کې شاوخوا نهه میلیونه خلک انټرنیټ ته لاس رسی لري، چې د دغه شمیر زیات شمیر کسان فیسبوک کاروي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د شنبې په ورځ ( وري ۱۰ مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د فیسبوک د افغان کاروونکو د معلوماتو د خوندیتوب لپاره یې د فیسبوک له شرکت سره په افغانستان کې د فیسبوک د محلي کولو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي، چې د دغې هوکړې په عملي کیدو به په افغانستان کې د فیسبوک کاروونکو د معلوماتو د تبادلې مرکز فعال شي.

افغانستان کې شاوخوا نهه میلیونه خلک انټرنیټ ته لاس رسی لري، چې د دغه شمیر ډیریې د ټولنیزو رسنیو او په ځانګړي ډول فیسبوک څخه د کار اخیستلو لپاره له انټرنیټ څخه کار اخلي.

له دې وړاندې د فیسبوک کاروونکو د معلوماتو د تبادلې مرکز له افغانستان څخه بهر وو، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت د وینا له مخې، نه یواځې د کارونې پر مهال د فیسبوک څخه د استفادې بهیر ورو وو، بلکې د معلوماتو د مصونیت د شتون ډاډ یې هم نه درلود.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اعلامیه وايي " د فیسبوک د کاروونکو لپاره یې بله ګټه داده چې دوی د لنډ مهالې حافظې یا Cache ، له چټکتيا څخه هم برخمن کیږي".

لنډمهاله حافظه یا Cache ، د فیسبوک او انسټاګرام د تبادلې ترافیک ته ویل کیږي چې د معلوماتو د تبادلې ملي مرکز (NIXA) لخوا تنظیم کیږي او د خصوصي انټرنیټي شرکتونو پر کیفیت ژوره اغیزه لري.

دا وزارت وايي، د دې پروګرام په عملي کیدو سره به انټرنیټي شرکتونه د فیسبوک ټول ترافیک په افغانستان کې دننه لیږد رالیږد پیل کړي او دا به د انټرنیټ د چټکتیا او د قیمتونو د ټیټوالي سبب شي.

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژیو وزارت د معلوماتو پر ااساس، ددې پروګرام په عملي کیدو سره د فیسبوک کیشونه له ۴۰ Mb څخه ۸۸۰ MB ته وده مومي او بیا انټرنیټي شرکتونه کولای شي خلکو ته چټک او په ټیټه بیعه انټرنیټي خدمتونه وړاندی کړي.

په افغانستان د انټرنیټ د کارونې مصرف په سیمه کې د نورو هیوادونو پرتله لوړ دی.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې" اترا" رئیس نجیب عزیزي وايي، چې دا اداره په افغانستان کې د فیسبوک د کارونې د مصرف د کمیدو لپاره د مخابراتي شرکتونو سره په خبرو بوخته ده.

ښاغلي عزیزي د شنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، چې یو شمیر مخابراتي شرکتونو ورسره منلې، چې د دغو شرکتونو د مشتریانو له خوا د انټرنیتي کڅوړو د کارونې وروسته، چې شرکتونو ترې د فیسبوک د کارونې لپاره لوړې بیعې اخیستلې، هغه به له دې وروسته راکمه کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت وايي، دا وزارت او د افغانستان د انټرنیټ د تبادلې ملي مرکز د انټرنیټي خدمتونو په وړاندې کولو کې د بدلون د راوستلو لپاره کوښښ کوي، چې د Google, Netflix, Akamai کیشونه هم د افغانستان د انټرنیټ د تبادلې ملي مرکز سره وصل کړي.

XS
SM
MD
LG