د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني په جنسي تيري او نورو جرمونو تورن افغانان وشړل


د جرمني د مونشن ښار ته نژدې د مهاجرو یو کمپ
د جرمني د مونشن ښار ته نژدې د مهاجرو یو کمپ

د جرمني حکومت اته افغانان چې په هغه هیواد کې یې پناه غوښتنه رد شوې وه بیرته افغانستان ته استولي دي.

د جرمني د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر یواخیم هیرمن وویل چې دغه اته تنه په جنایي اعمالو محکوم شوي دي او لږ تر لږه دوه تنه یې په جنسي تیریو تورن شوي دي.

په کابل کې د جرمني سفارت ته مخامخ د مۍ د میاشتې په ٣١ ستره چاودنه ددې سبب شوه چې جرمني د افغان مهاجرو د بیرته ایستلو لړۍ ودروي او دا لومړی ځل دی چې ددغې پیښې وروسته جرمني افغانان بیرته خپل هیواد ته استوي. په دوو تیرو کلونو کې جرمني ته د سلگونو زرو مهاجرو په ورتگ سره په دې هیواد کې د جرایمو گراف لوړ شوی دی.

د روان کال د اپریل په میاشت کې یو ځوان افغان مهاجر په جنسي تیري او د یوې ځوانې نجلۍ په وژلو تورن شو.

د جرمني د لومړۍ ډلې افغانانو له ایستلو وروسته دغه هیواد د نیوکو سره مخامخ شو، خو ددې هیواد د کورنیو چارو وزیر وویل چې افغانستان ته د بیرته استول شویو افغانانو له دریو څخه یوه برخه یې د غلا، مخدره توکیو نه د استفادې، جنسي تیري او قتل په پیښو تورن دي.

په داسې حال کې چې دوه اونۍ وروسته په جرمني کې عمومي انتخابات دي، د مهاجرینو له لورې د جرمونو د کولو موضوع ددې هیواد د تودو بحثونو څخه ده.

د جرمني حکومت په پوره جدیت سره تصمیم نیولی چې هغه مهاجرو له هیواد نه وباسي چې پناه غوښتنه ردیږي.

XS
SM
MD
LG