د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني کې 'سلګونه اورپکي د بریدونو ' تابیا نیسي


د جرمني د استخباراتو مشر خبرداری ورکړی چې اسلامپاله افراطیان په جرمني کې د ترهګریزو بریدونو لپاره انتظار کوي.

د جرمني د استخباراتو مشر هانس جورج ماسن وویل چې باید جرمنیان د اورپکو "انفرادي او یا هم ډله ییزو ممکنه بریدونو انتظار" وکړي.

ښاغلي ماسن دا خبرداری د جرمني د ملي امنیت په کلنۍ غونډه کې ورکړ، چې د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دی مایزیر هم حاضر و.

د اسوشیتډپرس خبري اژانس وايي د جرمني د کورنیو چارو وزیر وویل د ممکنه ترهګریزو بریدونو لپاره په ټول جرمني کې شاوخوا ۶۸۰ مشکوک افراطیان موجود دي.

خو، ښاغلي دی مایزیر ونه ویل چې دا کسان د جرمني په کومو سیمو کې دي، د کومو هېوادونو دي او دا چې ولې پولیسو تراوسه نیولي نه دي.

جرمني چارواکي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د تېرکال په ډسامبر کې یو ترهګر پر خلکو موټر وخیژوه، ۱۲ تنه یې ووژل او یو شمېر نور یې ژوبل کړل.

پر دې سربېره په جرمني کې یو شمېر نور ترهګریز بریدونه هم شوي دي. جرمني په اروپا کې تر نورو هېوادونو ډېر کډوال لري.

XS
SM
MD
LG