د لاس رسي وړ اتصالات

انګلنډ لومړي ځل لپاره د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو نړیوال جام وګټه


 ICC Cricket World Cup - England v India
ICC Cricket World Cup - England v India

د کرکټ نړیوال جام پای لوبه نن یکشنبه (جولای ۱۴) د انګلنډ او نیوزیلند ترمنځ وشوه.

د لومړي ځل لپاره انګلنډ او نیوزیلنډ د کرکټ نړیوال جام پای لوبې ته وتلی وو چې انګلنډ وګتله.

د پای لوبې پچه د نیوزیلند لوبډلې وګټله او په خپله یې د توپ وهلو/ بیټنګ پریکړه وکړه. نیوزیلند لوبډلې په پنځوس اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدو ۲۴۱ منډې جوړې کړې او انګلنډ ته یې د ۲۴۲ منډو هدف کیښود.

خو لوبه سوپر اور ته ووته، او په سوپر اور کې هم لوبه برابره شوه. په پایله کې دا چې انګلنډ په پنځوسو اورونو کې زیاتې څلوریزې او شپږیزې وهلې وې، د هغه قانون پر اساس د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام اتل شو.

نیوزیلند لوبډلې لپاره کپټان ویلمسن ۳۰، ګوپتیل ۱۹، نیکالس ۵۵،لاتم ۴۷، ټیلر ۱۵، نیشم ۱۹، ګرنډهام ۱۶، هینري ۴، او وروستي لوبغاړي سنټنر ۵ او بولټ ۱ منډې په ترلاسه کولو سره ناسوځیدلی پاتې شول.

د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام د مۍ په ۳۰ نیټه په انګلنډ او ویلز کې پیل شوی وو چې نن یکشنبه ( جولای ۱۴) پای ته ورسید.

نړیوال جام کې ۱۰ هیوادونو ګډون درلود

له پای لوبې مخکې په لومړۍ نیمه پای لوبه کې نیوزیلند، هند ته ماتې ورکړه او پای لوبې ته ووت، په دویمه نیمه پای لوبه کې انګلنډ، استرالیا لوبډله ماته کړه او په پای لوبه کې د نیوزیلند سیال شو.

افغانستان په نړیوال جام کې ۹ لوبې وکړې چې یوه یې هم و نه ګټله.

د یادولو وړ ده چې بل نړیوال جام به د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ کې په هند کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG