د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د شپږو کسانو وژونکی فیل ونیول شو


ځايي خلک وايي، ددې فیل وریجې خوښې دي او د وریجو په لټه کې یې د غلو دانو پر دوکانونو باندې بریدونه کول.
ځايي خلک وايي، ددې فیل وریجې خوښې دي او د وریجو په لټه کې یې د غلو دانو پر دوکانونو باندې بریدونه کول.

د هند په کیرالا ایالت کې د ځنګله ساتونکو هغه فیل نیولی چې شپږ کسان یې وژلي دي.

ځايي خلک وايي، ددې فیل وریجې خوښې دي او د وریجو په لټه کې یې د غلو دانو پر دوکانونو باندې بریدونه کول.

په دغو بریدونو کې د شپږو کسانو له وژل کېدو وروسته، د شنبې په ورځ، د ځنګله د ساتونکو ۱۵۰ کسیزه ډله وتوانېده چې دغه فیل قابو کړي.

د کیرالا ایالت د ځنګله محافظین وايي، پنځه کاله وړاندې یې پر انسانانو او دوکانونو باندې ددغه بریدګر فیل د نیولو هڅه کړې وه، خو په نیولو یې نه وو توانېدلي.

چارواکي وايي، په دې فیل پورې یې د جي پي ایس یوه آله تړلې او د ځناورو د ساتنې یو مرکز ته یې لېږدولی دی.

د چاپېریال ساتنې فعالین وايي، ځنګلونو ته څېرمه د وحشي ژویو په څړځایونو او د تېرېدو په لارو کې د ودانیو جوړېدل ددې لامل شوی چې ځناور پر انسانانو باندې بریدونه وکړي.

تېر کال هندي چارواکو ددغه هېواد په ختیځ کې هغه پړانګ وواژه چې په "انسان خوړونکي" مشهور و او نهه کسان یې وژلي وو.

د رسمې شمېرو له مخې، د نړۍ ۶۰ سلنه وحشي اسیایي فیلان په هند کې دي او شمېر یې ۳۰ زرو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG