د لاس رسي وړ اتصالات

د هند غنم د چابهار له لارې کندهار ته ورسیدل


د ایران په جنوب کې د چاه بهار بندر له لارې هندي غنم افغانستان ته لیږدول کیږي
د ایران په جنوب کې د چاه بهار بندر له لارې هندي غنم افغانستان ته لیږدول کیږي

افغانستان غواړي پر پاکستان خپله ترانزیتي ډډه سپکه کړي او د چابهار بندر له لارې نړۍ سره اقتصادي راکړ- ورکړه ډيره کړي.

له افغانستان سره د هند مرسته شوی ۴٢٠٠ ټنه غنم د سه شنبې په ورځ کندهار ته ورسیدل. دغه غنم د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته ولیږدول شول.

هندوستان له افغانستان سره د ۱.۱ میلیون ټُن غنمو د مرستې ژمنه کړي او تمه کیږي چې د همدغه بندر له لارې يې افغانستان ته ولیږدوي.

په کابل کې د هندوستان سفیر من‌پریت هورا ویلي چې د ۲۰۱۸ کال تر فبروري پورې به له هند څخه ۱۱۰ زره ټُنه نور غنم هم د چابهار بندر له لارې افغانستان ته ورسیږي.

افغان چارواکي وايي چې د جګړو له کبله د افغانستان په سویل، ختیځ او سویل لویدیځ کې کرهنې ته درانه زیانونه اوښتي او له همدې کبله پدغو سیمو کې خلک خوراکي او نورو بشري مرستو ته اړتیا لري.

تر کندهار مخکې په روانه اونی کې د هلمند او هرات ولایتونو ته هم د ایران د چابهار بندر له لاري د هند مرسته شویي غنم ورسیدل.

هند او افغانستان غواړي چې د چابهاربندر له لارې خپلو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته پراختیا ورکړي.

XS
SM
MD
LG