د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ١٧ تنه سي آی اې ته د جاسوسۍ په تور نیولي


ایران د نیول شویو کسانونو نومونه ښکاره نکړل
ایران د نیول شویو کسانونو نومونه ښکاره نکړل

ایراني چارواکي وایي هغه ۱۷ کسان یې نیولي دي چې د دوی په ادعا د متحدو ایالتونو د استخباراتو مرکزي ادارې "سي آی اې" ته یې کار کاوه.

د ایران د استخباراتو د وزارت یو چارواکي په تهران کې په خبري کنفرانس کې د دغو کسانو د نیولو اعلان وکړ. وايی یو شمېر نیول شوي "جاسوسان" وار د مخه په اعدام محکوم شوي دي.

دغه ایراني چارواکي چې خبریالانو ته معلومات ورکول، خپل نوم یې وانخیست. په ایران کې داسې ډېر کم شوي چې کوم چارواکی دې خبري کنفرانس ورکړي خو خپل نوم دې ونه وايي.

دغه چارواکي وویل نیول شويو کسانو ته مغلقې روزونې ورکړل شوې وې خو په خبره یې خپل هدف ته نه دي رسېدلي. وايي دوی په بېلابېلو برخو کې کار کاوه او ماموریت یې د هغو ځایونو په اړه، چې دوی په کې کار کوي، د معلوماتو راټولول، تخنیکي او استخباراتي کارونه کول او څارونکې آلې نصبول وو.

د نیول شویو کسانو نومونه هم نه دي خپاره شوي، خو ویل کیږي چې ټول ایرانیان دي.

د اسوشیتډپرس د راپور په اساس دغه ایراني چارواکي دا ادعا هم وکړه چې "سي آی اې" دغو "جاسوسانو" ته د امریکا د ویزو او په امریکا کې د دندو ورکولو ژمنه هم کړې وه.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو چې یو مهال د سي آی اې مشر و، د ایراني چارواکو ددغې ادعا په اړه مستقیمآ څه ونه ویل، خو دا خبره یې وکړه چې د ایران رژیم تل خلکو او نړۍ ته درواغ ویلي دي.

ښاغلي پمپیو (فاکس انډ فرینډز) خپرونې ته وویل چې ایران په تېرو ۴۰ کلونو کې داسې کارونه کړي دي چې عادي ملتونه او هېوادونه یې نه کوي.

ایران تر دې مخکې هم امریکا او اسرایل ته د جاسوسۍ په تور یو شمېر کسان نیولي دي او څو میاشتې مخکې یې اعلان وکړ چې د ایران د دفاع وزارت یو مامور یې بهرنيانو ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ.

XS
SM
MD
LG