د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو ډلو د اسرائیلو پر ضد محکمې ته عریضه کړې


محکمې دواړو خواو ته د مۍ تر شپږمې وخت ورکړ چې خپل دلایل په لیکلې بڼه وروسپاري
محکمې دواړو خواو ته د مۍ تر شپږمې وخت ورکړ چې خپل دلایل په لیکلې بڼه وروسپاري

د اسرائیلو او فلسطين د بشري حقونونو ځینو ډلو په غزې کې د اسرائیل د پوځ د بریدونو په ضد محکمې ته عریضه کړې ده.

دا محکمه د دوشنبې په ورځ (اپریل۳۰) وشوه چې په کې فعالانو د غزې په تړانګه کې پر فلسطیني مظاهره کوونکو د اسرائیلي پوځ له لورې د وژونکو وسلو د کارولو پر ضد دلایل وړاندې کړل.

د اسرائیلو د بشري حقونو پنځه ډلې او په غزه کې د المیزان د بشري حقونو مرکز استازو په محکمې کې وویل چې په بې وسلو مظاهره کوونکو باندې د وژونکو وسلو کارول د نړیوال قانون خلاف دي.

محکمې ته د اسرائیلو په لیکل شوې استجوابیه کې ویل شوي چې د فلطسین "مظاهره کوونکي سوله ییز نه وو، بلکې د اسرائیلو او حماس د تروریستي سازمان ترمنځ د شخړې یوه وسله وال اړخ وو."

اسرائیل وايي وژونکې وسلې د مظاهرو د مخنیوي لپاره د وروستۍ وسیلي په توګه کارول کیږي.

د اسوشیتډخبري اژانس وايي چې د اسرائیلو د بشري حقونو د یوې ډلې استازې شهاد بشاره وویل چې حقیقت بل څه دی او ډېر وژل شوي کسان له لېرې په نښه شوي دي.

هغې وویل" وژونکې وسلې په سیستماتیک ډول کارول شوي چې هېڅ د توجیه وړ نه دي." محکمې دواړو خواو ته د مۍ تر شپږمې وخت ورکړ چې خپل دلایل په لیکلي بڼه وسپاري چې بیا يې په اړه پرېکړه وشي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېروس او اروپايي ټولنې غږ کړی دی چې باید په دې اړه یوه خپلواکه نړیواله پلټنه وشي.

د اسرائیلو پر ضد د فلسطینیانو مظاهرې د تېرې مارچ میاشتې په ۳۰ پیل شوې چې د اسرائیلو د پوځ په ډزو کې لږ تر لږه ۴۸ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۵۰۰ نور ژوبل دي، خو اسرائیلو ته په کې زیان رسېدلی نه دی.

XS
SM
MD
LG